د بدلون اوونیزې سرلیکنه –
د میزان پر نهمه، د لویې جرګې په خیمه کې، د شهید پروفیسور برهان الدین ربانې، د پنځم تلین په مناسبت غونډه جوړه شوې وه؛ د پروفیسور عبدالرب رسول سیاف د خبرو په منځ کې، د ګډونوالو له منځه، یوه کس «مرګ پر کرزی؛ مرګ پر طالب» شعارونه ور کړل او یو شمېر ګډونوالو ور سره بدرګه کړل؛ ښاغلي کرزي هم، د خپلې همېشنۍ چالاکۍ په مدد، شعار ورکوونکی په غېږ کې ونیاوه؛ ویل، د بیان آزادې ده؛ پر ما هره ورځ امریکایان مرګ وایي؛ ته یې هم ووایه؛ زیاته یې کړه، چې دا د خارجیانو توطیه ده، هوښیار اوسئ! دوی موږ بې اتفاقه کوي، موږ په طالب د امریکایانو د غلامانو په نوم وژني او طالبان په موږ د پاکستان د مزدورانو په نوم وژني.
دا پېښه، د وقوع په ځای کې، کرزي صاحب په ښه جالب انداز کنټرول کړه، خو وروسته- وروسته یې خورا اوږده جنجالونه او عکس العملونه را پورته کړل؛ دلته به یې څو اړخو ته سره تم شو او د روښانو واقعیتو په رڼا کې به، څو سر خلاصوونکې خبرې سره پر وکړو:
یو- ځینو قومي مشرانو او مخورو، د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او د ملي امنیت شورا د مشر، حنیف اتمر په شمول، دا د کرزي سپکاوی وباله او سخت یې وغانده؛ په کندهار و زابل کې احتجاجي غونډې جوړې کړه شوې؛ په دامان ولسوالې کې د کابل- کندهار لار پر مسافرو بنده کړه شوه؛ دلته هم باید په څو ټکو سر سره خلاص کړو:
الف- جنرال رازق په ښکاره توګه اساسي قانون تر پښو لاندې کړ، ځکه په دې قانوني جبر خو د کوځې و بازار سړی هم پوهیږي چې امنیتي و نطامي دستګاه ته منسوب کسان، نه باید کوم سیاسي جریان ته منسوب وي، نه د دا ډول سیاسي نطر څرګندولو مسؤلیت و صلاحیت لري، هغه هم داسې سپکې او د بېلتون پالنې په وژونکو زهرو لړلې څرګندونې چې تاریخ به یې له شرمه سترګې مړې اجولې وي؛ محترم کرزی چې همېشه د ملي یووالي د قهرمانۍ حق د ځان په نوم رجستر بولي او برحال دولتي مسؤلین یې هم، له مجبورې ورځې، ملي مشر بولي؛ آیا د واقعي ملي مشر صفت دا وي چې خپلې مهمې مهرې ته د دا ډول ملت مسموموونکو اظهاراتو اجازه ور کړي؟
ب- جنرال رازق د ملاعمر، ملا دادالله او نورو، د دوی په اصطلاح تروریستانو، د برحق ثابتولو هڅه، تر کرزي په لا مزخرف او خجالتوونکی شکل وکړه؛ کرزي هم د حبیب الله کلکاني د بیا ښخولو په غبرګون کې، په لندن کې د ملا عمر د حرمت مسئله را پورته کړې وه؛ په داسې حال کې چې د کلکاني په ډرامه کې هم د نوموړي د غیر مستقیم لاس د قوي احتمال شکونه شته او بیا یې بیرته په مقابل کې هغو ترهګرو ته برئت ور کوي چې دا پنځلس کاله یې د ده خپلوان او وطنوال مسلسل ور وژلي او د هغوی نغري و کورونه یې ور نړولي دي؛ او د ده د وجود جواز د همدغو طالبانو د مخالفت په نتیجه کې، په ملي و بین المللي کچه ثابت شوی دی؛ دا د کوم ملي وحدت لار ده؟
ج- محترم کرزي، دا د پردو توطیه وګڼله، خو څوک څه پوهیږي که دا د ده خپله دسیسه نه وي؟ ځکه په څومره خندا و خوشحالې چې ده سیاسي استفاده ځنې وکړه بل یې د هیچا لپاره هم ګټه متصوره نه ده.
دوه- د رباني په غونډه کې، هم کرزي او هم استاد سیاف، دې پېښې ته قومي رنګ ور کړ؛ په داسې حال کې چې دا اعتراض په هیڅ وجه یوازې د قومي احساساتو پر بنا نه، بلکې د حمید خان کرزي د هغو بې منطقه و مجهولو سیاستو په مقابل کې یو طبیعي عکس العمل وو چې تر ننه یې چا ته سر و برمالوم نه شو؛ او دا هم یو بېل بحث دی چې پر جمعیت اسلامي او نورو ورته اسلامي جنګي ډلو خپله د څومره جنایتکارانه سیاستو تورونه پورې دي؛ جلالتمآب کرزي، له یوې خوا دا ۱۵ کاله د ملي وحدت نارې ووهلې، خو آیا همدا کرزی نه وو چې د افغانستان په تاریخ کې یې د اول وار لپاره، د ډیموکراسۍ په نوم، د قبیلوي، قومي، سیمه ییزو او ….شوراګانو جوړولو ته سیستماتیک بستر ساز کړ؟ او د انګرېزي سیاست، چې «بېل یې کړه اېل یې کړه» پر اساس یې، د خپل واک د تداوم لپاره زبردستې استفادې ځنې وکړې؟ غله ته وایي غلا کوه، د کور خاوند ته وایي چې بیدار اوسه؛ که رشتیا ملي یووالي ته د تعهد خبره وای، که سل سلنه هم ثابته وای چې په دې حادثه کې اتنیکي عنصر اثر لاره نو بیا یې هم، نه یوازې باید په یاده غونډه کې یاده کړې نه وای، بلکې خپلو ټولو پلویانو ته یې د چوپتیا توصیه کړې وای؛ دلته نو بیا دا سړی پښتون شو؟
درې- د ښاغلي کرزي پلویان باید دومره فکر وکړي چې که دا رشتیا د نوموړي سپکاوی وای، نو ده به خپله هلته ګیله کړې وای؛ کله چې یې دی خپله د ډیموکراسۍ یو اصل بولي او شعار ورکوونکی د خپلې غیږې لایق بولي بیا نو ولې، د حنیف اتمر تر سطحې، له ټولو څخه عقل تښتي او دا کړنه د خپل ملي مشر توهین ګڼي؟ آیا دې ملي زعیم خپله، همېشه د همدغو جګړمارو بانډونو په مصؤنیت سره د خپل ملت حیثیت نه دی پایمال کړی؟
څلور- جنرال رازق او د جناب کرزي د قومي و قبیلوي احساساتو په اور مکوټ طرفداران، چې کله له دې پېښې څخه د شمال و جنوب، طالب و مجاهد او پښتون و تاجک تراژیدې جوړوي نو دې حساسو تقطو ته یې ولې فکر نه دی چې:
الف- په همدغه غونډه کې، دې ملي رهبر، همدغه پروفیسور رباني، خپل استاد وباله؛ د تېر په څېر یې یووار بیا د احترام مراتب ور ته تقدیم کړل او همدې مجلس ته د همدې درنښت په موخه ورغلی وو او سم سپکاوی خو لا دا دی چې د جمعیت اسلامي ادرس وایي چې دوی محترم کرزی غونډې ته نه وو ور بللی؛ ګواکي نابللی مېلمه وو، همداسې ور سره ښایېدله.
ب- کله چې مرحوم رباني، د ریاست جمهورۍ په دوران کې، اتلو مجاهدینو د (آی ایس آی) د شهید مشر- جنرال اختر عبدالرحمن- هغه یوازنی لوی ارمان په ګور کې ور پوره کاوه چې «کابل باید وسوځل شي» نو دروند کرزی، د کابل سوځونې په دې پروژه کې، د همدې توهینووونکو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وو.
ج- کله چې کرزي صاحب په ۲۰۰۱ کال کې، ارګ ته تر تګ مخکې، د کندهار په شیر سرخ سیمه کې، مخورو ته اولینه وینا اوروله نو اولینه کلکه ژمنه یې دا وه چې توپکواکې به خاماخا ختموي، خو په خپله ۱۳ کلنه واکمنې کې یې نه یوازې د توپک فرهنګ ختم نه کړ، بلکې د قانون تر حجاب لاندې یې نور هم قوي و قانوني کړ؛ هر جنګسالار یې کلک په غېږ کې ونیاوه او اجازه، بلکې حکم یې ور کړ چې چوروئ یې! غلا کوئ یې! په کور دننه مېلې کوئ! خو دباندې یې مه باسئ! نن د کوم وجدان په حکم خپلو پلویانو ته، د دې ډلې پر ضد، د قومي مارش قومنده ور کوي؟ هغه هم له بده مرغه د جنګسالارانو نه، بلکې د قوم او سیمې په نوم؟
پایله:
ښاغلی کرزی له (سي آی اې) او (آی ایس آی) سره د خپلو رسمي روابطو کیسې د لکچرو، ویناوو او مرکو په ترڅ کې په کاف و لام سره کولای شي؛ له جنګسالارانو سره د یارانې تار، د مرګ تر بریده، غځولای شي؛ تروریست ته په جار، مسلسل، بیا- بیا او ډېر ټینګار سره ورور ویلای شي؛ پر پاکستان که برید وشي نو دی یې، د احساناتو د یوه مرهون ورور په توګه، تر څنګ درېدلای شي؛ هر د جهان په لېول مشهور غله، غاصب، قاتل او فساد- پېشه ته، نه یوازې برئت ور کولای شي، بلکې نور قوت و عزت هم ور بخښلای شي؛ له (سي آی اې) او ایران څخه په تورو کڅوړو کې، د تورو پیسو د اخیستو علني اعتراف ته خوله تر غوږو خلاصولای شي؛ له هند، چین، روس او سراسر دنیا سره ښه مضبوطه انډیوالي پاللای شي او سل و زر نورې کانې و پېښې کولای شي؛ خو د افغانستان له ملي وحدت حکومت سره، نه یوازې همکارې نه شي کولای، بلکې د لا وهلو، بدنامولو او په پای کې راچپه کولو، له هیڅ ډول توطیې و دسیسې څخه یې مخ نه شي ګرځولای؛ په دې سلسله کې که د حکوت له چپه کېدو سره، د ټول ملت د عزت څلی هم راچپه کیږي؛ که یې تر منځ د نه جبرانېدونکې تربګنۍ د زهرو تخم پاشل کیږي؛ که یې د ضربو له ضرره د مملکت درزونه د بیا پیوند له امکانه وزي او که سل و زر نورې بلاوې را نازلیږي، نو دا د خدای بنده یې په دا کیسه کې هم نه دی او دا هرڅه یوازې او یوازې د دې لپاره روا بولي چې تر مرګه د اقتدار له حفاظته سره، تاریخ او ملت د ده په باب د عظمت قضاوت وکړي، خو نه ده فکر وکړ او نه یې هم کوم هوښیار و زړسواند مشاور مشوره ور کړه چې «دا خیال دی او محال دی او جنون»
پېچلو مسایلو او ناانساني سیاسي ډرامو ته، د ځوان سیاسي نسل، د ژورې او واقعبینانه کتنې په هیله، نه د سطحي و احساساتي!!!
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۵ مه / پرلپسي ۹۷ مه ګڼه/چهارشنبه/ ميزان/۱۴/ ۱۳۹۵
دکر زی د سپکولو معنی دادهک:
په سپکو سپک په درنو دروند
ستا امان او احمدشاه نه منی او ته بیا دده دعا ته ورځی
تا نه غواړی او ورځي
یو څوک چی په تیرو زرو کلونو کی یی شاه نه درلود نو علت یی هم ددوی نالایقی ده
نو پشتنو یوازی د سیال سره سیالی وکړی نه د ډمانو او بازینګرانو سره