په ماشومتوب کې چې تخییل پیاوړی وي، په لښته باندې له سپرېدلو ممکن هغومره خوند واخلو لکه په لوینې چې په آس ګرځو. د پوهانو په قول، د ابتدایي بشر تخییل هم پیاوړی و د خیال او واقعیت تر منځ پوله ورڅخه په اسانۍ سره ګډوډېدله. له ده سره چې د علم او تجربې کمی و د ژوند، مرګ او چاپیریال په اړه یې  خپلو مهمو پوښتنو ته د تخییل په مرسته ځوابونه موندل . راختونکی لمر به موسکی ورښکاره شو او یقین به یې راغی چې لمر سا لري او خاندي. دغه تخییل که به د روایت او حکایت جامه واغوسته، عمر به یې اوږد شو، له یوې حافظې بلې ته او له یوې زمانې بلې ته به یې انتقال اسان شو او ورو ورو به د ټولنې پوره باور ورباندې راغی.

 هغه څه چې اساطیر بولو، پخوانو ته سوچه حقایق ښکارېدل او یقین یې ورباندې کاوه. په اساطیرو چې باور ختم شي، د خرافاتو په سترګه ورته کتل کیږي خو په شلمه پیړۍ کې چې د اجتماعي علومو نوي پرمختګونه په نصیب شول، ځینو پوهانو اساطیر د تیرو زمانو خرافات نه بلکې د فکر کولو یو بېل طرز وباله چې اوس موږ په هغه طرز فکر نه کوو. ځینې نور کسان لا زیات وړاندې لاړل او اساطیرو ته  یې د ټولیز تفکر مقام ورکړ او وویل شول چې په اوسنۍ زمانه کې فردي فکر عام شوی دی، خو پخوانو جمعي فکر کاوه چې ډیر اهمیت لري.

اسطوره  معمولا د روایت ( نکل، حکایت…) په جامه کې وي، د اسطورې نکل ممکن واقعي یا خیالي او یا د خیال او واقعیت ګډوله وي. د اسطورې نکل که هر څو هم غیرواقعي راښکاره شي خو د ژوند له ژورو تجربو سره تړاو لري. د اصیلو اسطورو د پیښو کرکټرونه خدایګوټي او خارق العاده بنیادمان وي. اسطوره خپلو منوونکو ته مقدسه وي. اسطوره یو اجتماعي او مذهبي رسالت لري. اسطوره معمولا د متضادو توکو لکه مځکه او اسمان، ظاهر او باطن یا خیر او شر ټولګه او مجموعه وي. اسطوره چې مقدسه ده ،تقلید یې کیږي او ټولنې ته اعلی مثال وړاندې کوي چې هماغسې وچلیږي. اسطوره بنیادي او جدي پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره زېږېدلې وي. اسطوره د یوه شعر یا داستان غوندې نه ده چې د خاص لیکوال د ذهن پیداوار یې وبولو، بلکې له ټولنې سره تعلق لري. یوه اسطوره چې په اوله کې شفاهي وي، ممکن مختلف او ان متضاد روایتونه یې وړاندې شي.

 د اسطورې بله مهمه ځانګړنه دا ده چې زموږ لپاره په سیمبولیکه ژبه غږیږي او د ابتدایي انسان وېرې، اندېښنې، تجربې، وهمونه او فکرونه پکې په استعاري انداز بیانیږي. څرنګه چې بشر په خپل تېر ژوند کې ډیر زیات وخت له اسطورو سره اوسېدلی دی او له بلې خوا اسطورې مازې کیسې نه دي ورښکاره شوي بلکې باور یې ورباندې کړی دی، نو اسطورو زموږ ټولو په لاشعور کې یې ځاله کړې ده او  په هغه چا باندې یې هم ژور اثر پروت دی چې شعور یې اسطورې نه مني.

 ځینې کسان اسطوره د ادب ادې بولي او ځینو نورو ته بیا په دې خبره کې مبالغه ښکاري خو په دې کې شک نشته چې اساطیري عناصر نه یوازې په حماسو او ولسي نکلونو کې بلکې په ټول ادب کې موندلای او احساسولای شو.

لکه څنګه چې مو وویل اسطورې د هر انسان په لاشعور کې اوسي او لکه څنګه چې ارواپوه کارل ګوستاویونګ وایي، اصیل هنر او ادب همیشه له اسطورو الهام اخیستی دی.

 د یونګ استاد، فرویید، د انسان په ذهن او شخصیت کې د فردي لاشعور اهمیت ته پام شول. فرویید ثابته کړه چې د بنیادم په ذهن کې لاشعور تر شعور څو برابره زیات محتویات لري او زموږ د خوی، شخصیت او غوښتنو په جوړولو کې د هغه څه چې زموږ هیرشوي یا مو په لوی لاس هیر کړي دي، لوی لاس دی.

 یونګ وویل چې د فرد په ذهن کې نه یوازې د فردي تجربو یو لاشعوري زېرمه تون شته، بلکې د هغه د پلرونو، نیکونو، اناګانو او ان د هغه د زرګونو کلونو د اسلافو مشترکې خاطرې هم په لاشعوري ډول موجودې دي چې ټولنیز لاشعور جوړوي. یونګ وویل، لوی شاعران او لوی هنرمندان چې د ټولیز لاشعور په چینه کې د غوپې وهلو او مرغلرو راایستلو استعداد لري معمولا داسې څه بیانولای شي چې مونږ ټولو یا اکثرو ته خوند راکوي او ممکن ووایو چې داسې څه خو زما په زړه کې هم تیرېدل. د یونګ په نظر لوی هنرمن د « ازلي بصیرت» څښتن دی  یعنې د ټولیز لاشعور ازلي خزانې ته یې لار ایستلې ده؛ د حکمت او پوهې  هغه خزانه چې له ادمه تر دې دمه د ټول بشریت  د زرګونو، زرګونو کلونو تجربه او خاطره پکې پرته ده او د خوبونو غوندې یې د بیان ژبه سیمبولیکه او غیرمستقیمه ده. د دې تجربې او خاطرې لویه برخه له هغه وخت سره تعلق لري چې بشر اسطورې منلې او بلکې اسطورې یې احساسولې او له هغو سره اوسېده. څرنګه چې په اسطورو باندې د عادي ژوند د نورو کیسو او تجربو برخلاف ، بشر ټینګ باور کاوه  او ډیره اوږده موده په ډیر قوت او شدت سره احساس شوي دي نو د ټولیز لاشعور د محتویاتو اساسي برخه جوړوي.

 په دیارلس سوه شپیتمو کلونو کې چې زموږ په ادبي بحثونو کې اسطورې ته توجه یو څه زیاته شوه، ځینو کسانو یوه اشتباه وکړه. دوی ګومان وکړ چې که مثلا د زاړه یونان یا لرغونې اریانا کومه الهه یا خدای ګوټی په شعر کې یاد کړي نو ګویا شعر ته به یې د اسطورې توکی ورشامل کړی وي. په شعر کې د اسطورې د عنصر د شاملولو په اړه د دوی دغه فکر  د شعر د مصنوعي کیدو سبب کېده. دوی دې ته متوجه نه شول چې اسطوره کوم بدیعي صنعت نه دی چې د خال غوندې یې د شعر د ناوې پر تندي کېږدو بلکې د دې ناوې د روح حیثیت لري. دا چې وایو، سپوږمۍ د خدای روی مې دروړی، په حقیقت کې سپوږمۍ ته د اساطیري دوران د بنیادم غوندې ژوند وربخښو او غوښتنې ورنه لرو. اسطوره که د شعر ټوله روح ونه بولو ، د دې روح یوه برخه خو یې باید وګڼو. دغه روح د مازدیګر د سیوري غوندې د ادب او هنر د ښار په هره کوڅه او هر چم کې غزوونې کوي.

 تاریخ مرصع د بزرګانو او اولیا ګانو د معرفي په سلسله کې وتو شوراني یادوي چې په ځوانۍ کې د خدای مینه ورباندې غالبه شوه او وطن یې پرېښود. د خواجه مودود چشتي مرید شو. پوره دیرش کاله یې د هغه په پخلنځي کې کار وکړ خو د پیر لیدو ته ورنغی او په دې موده کې « هر ګز په شرف د خپل پیر د حضور مشرف نه شه.»

« هر ګاه چې وخت د خواجه د وصال راغی په دا میان کې فرزندانو او مریدانو په عرض ورسول چې خاصه کند دې و چاوته مرحمت شي؟ شیخ وفرمایل د هر کس په قد چې موافق رایشي. هر څو فرزندانو او خلیفه ګانو واغوست په چا به تنګ په چا به ارت شه. پس له هغه حضرت خواجه وفرماییل چې وتو پښتون راوبولئ. دوی حیران شول چې د کوم فرزند او د کوم خلیفه نوم یې وتو دی. بیا یې وفرماییل چې وتو پښتون چې دېرش کاله ده د باورچي خانې خدمت کړی دی او زه یې لیدلی نه یم. پس له هغه یې وتو حاضر کړ. حضرت خواجه پخپله هغه خرقه ور واغوستله. ګویا درزي د ده په قد سازه کړې وه او حکم یې د ارشاد او د هدایت و ده ته عنایت کړ او وې فرماییل چې اوس خپل وطن ته رخصت شه ورځه.»

 وتو چې وطن ته راغي، یوه ورځ د درویشانو په مجلس کې ورته وویل شول چې که واقعي درویش یې نو مارغه دې راشي او ستا پر اوږو دې کېښني، چې درویشي دې ثابته شي. «پس له یو ساعته صحرایي کوتره راغله او په اوږو د وتو کښېناسته. د هر چا اعتقاد په حق د وتو زیاتي وشه.»

  سفر کول ، په ځان کې بدلون راوستل او راستنیدل، د ګڼو اساطیرو د اتلانو د روایت بنیاد جوړوي. دغه اساطیري موتیف په ډیرو نکلونو کې هم وینو. مومن خان له وطنه وځي، خطر مني، ښامار وژني او راستنیږي. وتو له سفر او زحمته وروسته د خواجه ځای ناستی شو او مومن خان د ښامار له وژلو وروسته نه یوازې د پاچا لور د ځان ملګرې کړه، بلکې د شیرینو وصال یې هم په نصیب شو.( مومن او شیرینو په قبر کې سره یو ځای کیږي.) دغه موتیف په اوسنو اکثره ناولونو کې تکراریږي.

 رحمان بابا فرمایي:

 چې مجنون په زنکدن شه

زه یې پرېښودم نایب

 خواجه مودود چشتي( د پنځمې هجري پیړۍ عارف) هم د خپلې ملنګۍ اوږد کمیس وتو ته ور کړ چې لړۍ جاري پاتې شي. له مرګ او فنا څخه ویره د انسان ډیره لویه ویره ده. له دې ویرې سره د مقابلې لپاره اساطیرو مختلفې طریقې وړاندې کړې دي. د وفات شویو د نخښو ساتل یې یوه طریقه ده.

  له بلې خوا په دې حکایت کې د حکیم او مرشد اساطیري سیمبول وینو. دی په اساطیرو او نکلونو کې معمولا سپین ږیری وي، د پوهې او اخلاقو ډیره عالي بېلګه وي او له مریدانو او مجبورو کسانو سره حیرانوونکې مرسته کوي.

 مرغان چې په هوا کې الوزي او اسماني موجودات ښکاري، د اساطیري انسان توجه یې زیاته جلب کړې ده. په اساطیرو کې دوی د ستوریو غوندې د بخت ټاکوونکي دي او زما په ګومان  د (ښه مرغه) او ( بده مرغه) عبارتونه مو د مرغانو اساطیري نقش ته په پام سره جوړ کړي دي. بازانو د ملي هیندارې په نکلونو کې ځینې کسان پاچهي ته ورسول او د تاریخ مرصع په روایت کې  صحرایي کوترې د وتو شرواني بزرګي په نورو باندې ومنله. باز پیاوړی او جنګي مرغه دی، خو کوتره پاکه او بې ازاره الوتونکې ده چې پکار ده د درویشانو په اوږو کښېني.

 درویش درانی فرمایي:

 و ستوریو ته یوازې هغه وغځاوه لاس

په دوی کې چې په قد تر ټولو کم و یو سړی

وتو چې غریب و، چې پیر ته هیڅوخت نژدې نه و او چې بې کسه مسافر سړی و، د کند لایق شو او اسماني موجود( کوتره) یې بزرګي ثابته کړه. د درویش د بیت یو سړی هم  چې په قد تر ټولو ټيټ و او اسمان ته د رسیدو لپاره تر ټولو نامناسب تصور کېده، اسمان ته لاس وغځاوه او په امتحان کې کامیاب راووت.

 اساطیر که له یوې خوا د بشر د ابتدایي پوهې او حکمت خزانې دي، له بلې خوا د انسان د ویرو، اندېښنو او ارزوګانو لاشعوري خیالونه او انځورونه هم دي. له مرګه وېره او له لوږې وېره د انسان ډیرې بنیادي اندېښنې دي چې د ځینو پوهانو په نظر اکثره اساطیر د همدغو دوو اندېښنو د کرارولو په خدمت کې دي. له اسمان سره رابطه ټینګول له مرګه د خلاصون لپاره پکاریږي.

 متل دی وایي، اسمان لکه څنګه چې غوریږي، هغسې نه وریږي. دغه متل راته وایي چې په ظواهرو باید تېر نه وځو او ډیر ځله وروستۍ کامیابي د هغه چا په نصیب وي چې په ظاهره لږ امکانات لري. دغه ډول برداشت بنیادم ته امید ورکوي او ژوند ورباندې اسانوي. دغسې درسونه اساطیري ماهیت لري. که یو مضمون، یو شخصیت یا مثلا یو ځای دومره جاذبه ولري چې د مختلفو ژبو، وختونو او ملکونو قلموال یې په مختلفو بڼو بیا بیا یادونه وکړي او الهام ورڅخه واخلي، دغسې مضمون یا شخص یا ځای ممکن په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له اساطیرو را اخیستل شوی وي. اساطیري روایت د اکثرو عادي حکایتونو برخلاف، سیمبولیک وي او تر خپل ظاهر ډیره معنا او ژوره معنا لیږدولای شی. د درویش د بیت او د وتو د حکایت مضمون د مختلفو زمانو او کلچرونو په ادب کې په مختلفو جامو کې لیدلای شو.

 زما په ګومان  د درویش دراني د شاعرانه عظمت تر ټولو لوی عامل اساطیري حکمت او تخییل دی. د ده د منظومو حکایتونو کتاب( له ناورینه تر ناورینه ) په پښتو ژبه کې د ادب او اسطورې د تړاو یو ډیر ښه مثال بللای شو.

 اسطورو د هرې زمانې شاعرانو، لیکوالو او هنرمندانو ته الهامونه ورکړي دي. کله نا کله په یوه اثر باندې د اسطورې اثر ډیر مستقیم وي او ډیر ځله بیا د اسطورې او اساطیري مضامینو غیرمستقیم اثر وینو. یو اثر لکه څنګه چې د اسطورو له لرغوني حکمته تاثیر اخلي، دغسې له خپلې زمانې هم متاثر وي او ممکن موږ ته بیخي معاصر ښکاره شي. د وتو په حکایت کې لولو چې خواجه وفرماییل چې وتو پښتون رابولئ. د پښتون کلمه غالبا ځکه د حکایت برخه ګرځېدلې ده چې په هند باندې د ګورکانیانو له سلطې وروسته  د پښتنو قومي احساسات پاریدلي وو. مونږ په همدې زمانه کې لولو چې : سره ورغلل دوه غرونه، یو مغول دویم پښتون، او یا: معرکه ده لا په منځ کې، د مغول اود افغان. که د ټکر دغه زمانه نه وای، بیا به شاید په روحاني نکل کې د وتو قوم ته اشاره نه وای شوې.

 دغه راز د درویش په بیت کې د اتل او قهرمان د پټ ساتلو تمایل وینو. شاعر د معلوم اتل ذکر نه کوي بلکې ( یو سړی ) یې بولي. په پخواني ادب کې چې پیر او معشوق ته اشاره کیږي، په داسې انداز کیږي چې هغه معلوم وي او مخاطب یې پیژني خو درویش په خپلو ځینو شعرونو کې اتلان  په داسې انداز یادوي چې حد اقل ځینو مخاطبانو ته ناپیژندلي پاتې شي. داسې ولې وشول؟ ځکه چې د عرفاني فکر ځای تر ډیره حده سیاسي فکر ونیو او د اتل اسم د دې لپاره نکره شو چې د استبداد پلویان یې ونه پیژني.

 کله چې حمید مومند وایي: مرم له خپله اشتیاقه، نه د یار له افتراقه؛ دلته یار معلوم دی، مخاطبان یې پیژني خو د درویش د شعر ( یو سړی) باید له ځینو کسانو پټ وساتل شي.

همدا د سیاسي  فکر غلبه ده چې د درویش دراني نکره کول د ډیرو معاصرو شاعرانو شعرونو ته لاره ومونده او ګڼو اوسنو ویناوالو د ( یو سړی) یا ( یو څوک) غوندې عبارتونه راوړل. هره زمانه خپله سرخي او سپیده لري خو د شعر اساطیري روح په نهایت کې یو شان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *