تاند- د لوګر ولایت د مرکز په تېرې کنډو سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۷ تنه مړه او ۹ نور ژوبل شول.

د لوګر د والي مطبوعاتي دفتر وویل، دا پېښه نن /یکشنبه/ د سوپرکیشتم موټر او تراکتور ترمنځ وشوه.

د پُل علم روغتون رييس عاشق الله مجیدي وویل چې د پېښې قربانیان روغتون ته وروړل شوي دي.

د لوګر ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سوپرکیشتم موټر له کابل څخه خوست ته روان و چې د تېرې په سیمه کې له تراکتور سره ټکر شو.

ویل شوي چې د پېښې په قربانیانو کې یو تن د لغمان، یو د پروان او نور د خوست اوسېدونکي دي.

په دې پېښه کې د ۷ تنو وژل شویو کسانو په منځ کې ۲ ماشومان، دوې مېرمنې او نور نارینه دي.

په خبرپاڼه کې د پېښې علت د دواړو موټرونو د چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.

د افغانستان په لویو لارو کې هر څه موده وروسته خونړۍ ترافیکي پېښې کېږي. د اکثرو پېښو علت د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي خو د سړکونو خرابوالی او په ترافیکي مقرراتو د چلوونکو نه پوهېدا هم د ډېرو ترافیکي پېښو سبب ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *