تاند- طالبان وايي چې د لشکرګاه ښار دوهمې ناحیې ته ننوتي او په دې سیمه کې یې د بولان او بشران سیمې نیولي دي.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې نن /دوشنبه/ ویلي چې طالبانو د لشکرګاه ښار اړوند ۱۱ پوستې لاندې کړي او د لشکرګاه ښار د محاصرې کړۍ یې نوره هم تنګه کړې ده.
ده دغه راز ادعا کړې چې په دې نښتو کې ۱۱ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
قاري یوسف احمدي د طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.
د هلمند چارواکو هم تردې دمه د طالبانو د دې تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
پرون د طالبانو یوه قوماندان ملا منان ادعا کړې وه چې دوی د لشکر ګاه ښار دروازې ته رسېدلي دي.
طالبان په هلمند کې د پرمختګونو ادعا وروسته له دې کوي چې د افغانستان دفاع وزیر او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان لشکرګاه ته لاړل او ویې ویل چې لشکرګاه به پرېنږدي چې د طالبانو لاس ته ولوېږي.