تاند- د نوبل د سولې، فزیک، کیمیا او طب د ۲۰۱۶ کال جایزې اعلان شوې خو د ادبیاتو د نوبل جایزه لا اعلان شوې نه ده.
د هغو لیکوالو په منځ کې چې اټګل کېږي د ادبیاتو د نوبل جایزه یې په برخه شي، د کینیايي لیکوال نګوګي وا تیوګو (Ngugi Wa Thiong’o) او مشهور جاپانی لیکوال هاروکي موراکامي (Haruki Murakami) نومونه زیات یادېږي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د بریتانیا لدبروکس (Ladbrokes) ویبپاڼې د هر کال په څېر سږ کال د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ګټونکي په اړه اټکل کړی او د جاپاني لیکوال هاروکي موراکامي چانس یې زیات بللی دی.
خو په وروستیو کې د کینیايي لیکوال تیوګو، چې لنډې کیسې او ډرامې لیکي، نوم تر نورو زیات یادېږي.
دې ویبپاڼې د (ادونیس)، او (فلیپ رات) نومونه هم د نوبل د ادبیاتو د جایزې د احتمالي ګټونکو په توګه یاد کړي دي.
د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ګټونکي په اړه به یو اتلس کسیز پلاوی پرېکړه وکړي.
د ادبیاتو د نوبل جایزه به د اکتوبر په دیارلسمه نېټه اعلان شي.
ویل شوي دي چې سږ کال د ادبیاتو د نوبل جایزه تر خپل معمول وخت یوه اوونۍ وروسته اعلانېږي ځکه چې د غوراوي پلاوی په خپل منځ کې موافقې ته نه دی رسېدلی.
د نوبل اکاډیمي مخکې تر مخکې نه وايي چې د چا د ګټلو چانس شته او د جایزې د کاندیدانو لیست ۵۰ کاله وروسته خپروي. پر دې اساس د سږ کال (۲۰۱۶) د کاندیدانو نومونه به يه ۲۰۶۶ م کال کې خپاره کړي.
تېر کال د بیلاروس سفیتلانا الکسیویچ (Svetlana Alexievich) د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله. د بریتانیا لدبروکس ویبپاڼې مخکې تر مخکې نوموړي ته د نوبل جایزې د ورکولو چانس زیات بللی و.
د نوبل د جایزې اکاډیمي وايي چې دوی د نوبل د نورو جایزو په شان د ادبیاتو د جایزې لپاره نه اوږد او نه لنډ لیست لري، د پنجشنبې په ورځ ګټونکی اعلانوي.