تاند- په مکسیکو کې یوې ښځې د خپلې لور په سر کې د زرګونو سپږو او ریچو ویدیو په دې هیله خپره کړه چې څوک ورسره مرسته وکړي.
د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې کارلا میندوزه دا ویدیو له ګڼو عکسونو سره په فېسبوک کې خپره کړه.
د نجلۍ په تورو وېښتانو کې سپین رنګه شیان ریچې یا د سپږو هګۍ دي چې شمېر یې ممکن ملیونونو ته ورسېږي.
ویل شوي چې تراوسه پوري دومره سپږې د بل انسان په سر کې نه دي لیدل شوي.