تاند- د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت له خصوصي شرکتونو سره د ۲۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت د کور جوړولو د دوو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل.
د کور جوړولو وزیر سید سادات منصور نادري د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د بنايي او سنايي ښارګیو د جوړولو قرادادونه لاسلیک کړل.
ښاغلي نادري وویل چې د دغو پروژو اجرا به ۱۹۶.۶ ملیون ډالره پانګونه جذب کړي.
ده همداراز وویل چې په دغو ښارګیو کې به ۸۴ بلاکونه جوړ شي چې ټولټال به ۲۵۱۶ اپارتمانونه لري او دا اپارتمانونه به هغو کسانو ته ورکړای شي چې په رښتیا ورته اړتیا لري.
ده زیاته کړه، د حکیم سنايي ښارګی د بنسټ ډبره په ۲۰۱۴ م کال کېښودل شوه. په دغه ښارګي کې، چې په ۱۳۰ هکتاره مځکه کې جوړېږي، په ۵۹ بلاکونو کې ۱۱۶ اپارتمانونه شامل دي.
خو د دغه ښارګي د جوړولو کار د تخنیکي، اقتصادي او قانوني ستونزو له کبله په ټپه ودرول شو مګر اوس د ښارجوړولو وزارت د دغو ستونزو د ختمولو لپاره هڅې پیل کړي چې ژر به حل شي.
نادري په تخنیکي برخه کې د ډیزاین د ستونزې یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې ستونزې ترڅنګ مالي ستونزه د ولسمشر له لوري حل شوه.
ده وویل چې ولسمشر د خواجه رواش د پروژې لپاره ۷۰۰ ملیون افغانۍ ځانګړې کړې او ۹۴۰ ملیون افغانۍ نورې پور اخیستل شوي دي.