تاند- طالب سرچینې وايي چې د کوټې شورا غړی مولوي احمد الله نانی او څو نور مهم طالب مشران د پاکستان استخباراتو د دې لپاره نیولي چې دغو کسانو د ملا هیبت الله اخوندزاده له مشرتابه سره اختلاف درلود.
سرچینې وايي، د ملا متقي په شمول د طالبانو د شورا یو شمېر غړي باور لري چې ملا هیبت الله اخوندزاده بې کفایته دی او باید له مشرۍ لېري شي.
سرچینې زیاتوي چې د آی ایس آی مامورینو د امیر خان متقي د نیولو لپاره په کوټه کې د نوموړي کور تلاشي کړ خو متقي په کور کې نه و.
متقي د طالبانو د واکمنۍ په مهال د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزیر و.
تر دې وړاندې د اګست په میاشت کې د پاکستان استخباراتو د دایکنډي لپاره د طالبانو والي ملا سلیمان اغا د کوټې په اسحاق اباد کې ونیوه.
همداراز پاکستاني استخباراتو د افغانستان د ولسمشر په غوښتنه پر امریکايي پوهنتون د حملې په تړاو د کوټې په مشرقي بای پاس کې د طالبانو مالي مسوول مولوي صمد ثاني ونیوه.
صمد ثاني په اګست میاشت کې پر امریکايي پوهنتون د ترهګرو د حملې په ترڅ کې د مشرقي بای پاس له مدرسې څخه له ترهګرو سره د موبایل ټېلفون له لارې خبرې کولې.
د پاکستان چارواکو د ثبوت له لیدلو وروسته بله چاره ونه لیده او نه یوازې دا چې ثاني یې ونیوه بلکې د نوموړي مدرسه یې هم بنده کړه.
طالبان له اکثرو مدرسو څخه د پوځي روزنځایونو په توګه کار اخلي.
ایکسپریس تریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې د طالب مشرانو د نیونې انګېزه د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته بللې او ویلي یې دي چې نیول شویو کسانو د سولې د بهیر مخالفت کاوه خو طالبان بیا وايي چې له صمد ثاني برته نور کسان په دې خاطر نیول شوي چې د ملا هیبت الله اخوندزاده مشري یې چلینج کوله.