تاند- په بلخ ولایت کې نن /چهارشنبه/ د عاشورا په مراسمو کې انتحاري حملې لږترلږه ۱۵ تنه ووژل او ۴۰ نور ژوبل کړل.
د بلخ ولسوال امیر محمد وقار رسنیو ته وویل«د عاشورا د ویرکوونکو لاریون په سړک روان و چې یوه ترهګر په ځان پوري تړلي چاودېدونکي مواد د خلکو په منځ کې والوزول.»
د پېښې ځیني شاهدان ګومان کوي چې په لاریون کې له لیري کنټرولېدونکی بم چاودلی دی.
دا د عاشورا پر مراسمو په دوو ورځو کې دوهمه پېښه ده.
تېره شپه د کابل په سخي زیارت کې انتحاري حمله کوونکو لږترلږه ۱۸ تنه ووژل او ۶۲ نور ژوبل کړل.
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند رييس او د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی راپورونه ترلاسه کړي وو چې داعش او لشکر جنګوي په افغانستان کې د عاشورا پر مراسمو د ۲۰ حملو نیت لري.
ده د سخي زیارت د حملې پړه د داعش په غاړه واچوله او ویې ویل چې طالبان پر دوی دا ډول حملې نه کوي.
تراوسه پوري داعش د دغو حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.