لنډۍ

اته ویشتمه برخه

لایق او د لنډیو بحث

۳

«د پښتو د فولکلوري شعرونو په لړ کې د لنډیو

برخه واقعاً د ټول بشریت د فولکلوري شعرونو

د عظیمې شتمنۍ یوه مهمه برخه ده.»

         سلیمان لایق 

په ږیره نښه راته وکړه

پرون مې بل صوفي ته پورته کړل لاسونه 

د لیونۍ حاجت پوره شو

په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

عمر عبث راباتدې تیر شو

لکه مڼه په اروپا کې خوسا شومه

د لنډیو په باب د لایق د څیړنو له یادو برخو نه علاوه چې په چاپي او بریښناي برخو کې وړاندې شوې دي، کابل ته زما د ۲۰۱۵ کال د سفر په ترڅ کې، ما خپله مخامخ هم له لایق سره درې ځلې په اکادیمۍ کې ولیدل او د لنډیو، شعر او ځینو نورو فرهنګي، سیاسي مسایلو په باب سره وغږیدو چې زه به یې دلته لنډیز وړاندې کړم: 

د ۲۰۱۶ کال د اپریل په دیارلسمه نیټه د افغانستان د علومو اکادیمۍ ته د لایق لیدلو ته ورغلم. له یو عادي روغبړ نه وروسته مو، ډیرې عادي خبرې پیل کړې. درې ساعته سره ناست او وغږیدو.

لومړنی بحث مو په لنډيو باندې پیل کړ. څنګه چې ما د لنډیو د مقالو په ترڅ کې اشاره ور ته کړې ده، په لنډیو باندې لایق لا له پخوا نه ډیر ارزښتمن کار پیل کړی و چې ګڼې مقالې یې په بیلابیلو خپرونو کې خپرې شوې دي، ځکه مې د لنډیو په باب د بحث په پیل کې، د لنډیو په باب د خپلو کړو کارونو په باب مفصلې خبرې ور ته وکړې.

وروسته له هغه نه مې له ده پوښتنه وکړه چې تاسو د لنډیو په باب په دې وروستیو کې څه کړي دي؟

لایق پرته له دې چې د لنډیو په باب د خپلو تیرو کارونو یادونه وکړي، په اکادیمۍ کې یې د فولکلور او په خاصه توګه د لنډیو په باب خبرې وکړې، خو د فولکلور د خوندي کولو، او په ځانګړې توګه د لنډیو د خوندي توب په برخه کې ډیر نا راضه ښکاریده او ویل یې چې:

د لته په اکاډیمۍ کې څوک کار نه کوي، ما (لایق) د اکاديمۍ په رییس و منله چې د فلکلور، په ځانګړي ډول د لنډیو د را ټولولو له پاره ځانګړې بودجه برابره کړي دا کار هم وشو، خو عملي کار ته په بیلابیلو پلمو چا زړه نه کړ.

 ده د خپلو خبرو په ترڅ کې په ټینګار سره و ویل چې لنډۍ د شخص مال نه ده. که لنډۍ د شخص په نامه ثبت شي، لنډۍ مسخه کیږي او دا کار پخوا هم شوی، په امریکا کې چا کومه ټولګه چاپ کړې او لایق دې ستونزې پورې اړوند کوم لیک هم ورلیږلی دی.

د لنډیو د را ټولولو له پاره د لایق طرحه داسې وه:

کلیو ته دې لاړ شي، چاپ کړې فورمې دې ور سره وي له عامو خلکو(ډم، بزګر، شپون، ترګاڼ، کلکار، خان، ملک او…) نه دې  لنډۍ واوري او داسې دې ثبت کړي چې د لنډۍ د ویونکي او لنډۍ د ثبتونکي شهرت دې په ځانګړې فورمه کې درج کړای شي.

کله مې چې د ده د یادې نظر وړ فورمې پوښتنه ور نه وکړه، دا بیلګه یې په لاس راکړه:

وروسته له هغه یې چې د دې فورمې په باب څرګندونې وکړې، بیا یې دا هم را ته و ویل چې دا خلک

د کار نه دي، دوی کار نه کوي، او دا کار باید وشي، ځکه چې موږ په فولکلور کې خپل اصیل تاریخ پیدا کولای شو، د فولکلور د مطالعې او پیژندنې له لارې موږ خپله ټولنه په هر اړخیز ډول پیژندلای شو.

بیا یې د خپلو نا چاپ شعرونو په باب د بحث ور پرانست. د میز پر سر یې د چاپ له پاره یوه برابره کړې ټولګه پرته وه. دا ټولګه «د مریانو سرود» نومیده. د مریانو سرود د لایق د نا چاپو قصیدو او یو شمیر نا چاپو آزادو شعرونو ټولګه ده. او په همدې ورځ (د ۲۰۱۵ کال د اپریل دیارلسمه) یې په خپل غږ کې په عالي شاعرانه انداز او شور سره ما ته څو قصیدې په داسې غږ واورولې چې دی پوهیده چې زه یې د زړه په غوږونو اورم.

د دې ټولګې(دمریانو سرود) د یوه آزاد شعر سرلیک یې د ټولګې له پاره د نامه په ډول غوره کړی دی او په خپل غږ کې یې ما ته داسې واوراوه چې ته به ویل لایق خپله مریی دی او خپل غږ اوچتوي.

دا یې هم را ته و ویل چې د مریانو سرود له چاپ نه وروسته د دري شعرونو یوه ټولګه چې«عقاب ګم شده» نومیږي د چاپ له پاره چمتو کوي. البته چې سپانسور نه لري او دی خپله یې په خپل مصرف چاپوي.

په پای کې یې په یوه ځوانه انرژۍ او جدیت سره را ته و ویل:

اوس په خانه ټکانۍ باندې لګیا یم. زما د عمر څومره برخه چې پاتې ده، غواړم هغه د خپلو پاتې کارونو په تر سره کولو ولګوم، خپل تر سره شوي کارونه سره منظم او چاپ کړم، په ککره کې پاتې پلانونه باید ژر تر ژره تر سره کړم.

له لایق سره په دې لیدنه کې زه پوه شوم چې دی د افغاني ټولنې د سره اور په بټۍ کې له شپیتو کالونو نه زیات وخت تیر کړی او سم دم پوخ شوی او په دې ښه پوه شوم چې په هغه اور کې چې دی پوخ شوی دی، ما ته یې ایله اوس یو نیم دُرلمه تاو را رسیدلی دی.

مازدیګر مهال کله چې له دفتره د کور پر لوري روانیده، د اکاډیمۍ (شا ببو جان ودانۍ) په انګړ کې مو څو یادګاري عکسونه هم واخستل، بیا د ده د اکاډیمۍ موټر په سورلۍ د مکرویانو پر لور رهي شوو. د کابل ښار د واټونو په اړخونو کې چې له مازې جګ ځای (دیوال، پایه، ونه، او…) و، د لویو او وړو ټوپکیانو عکسونه په بیلابیلو سایزونو لګول شوي وو. لایق زما د مخ کتاب په لیدلو پوه شو چې زه د عکسونو په لیدلو څومره خوا بدی یم او څومره رنځیږم، نو را غبرګه یې کړه:

بهاند صاحب مشران خو یې لا څه کوې، آن د محلي اشرارو عکسونه یې هم را ځړولي دي.

له لایق سره زما د لیدنې تقریباً یو نیم کال واوښت، په دې موده کې ښايي ده د لنډیو په باب خپلې نورې تازه څیړنې خپرې کړې وي چې ما نه دي لیدلې او یا ښايي پخوا یې هم څه خپاره کړي وي چې زما له نظره نه دي تیر شوي چې ما دلته په دې څیړنه کې یاد کړي وای.

که د لنډیو په باب د لایق کوم بحث یا کومه چاپ شوې مقاله له ما نه پاتې وي، زه دا خپل قصور ګڼم، او وایم چې: که په راتلونکې کې د لنډیو په باب د ده نوې څیړنې ما تر لاسه کړې، خامخا به یې یادونه وکړم او یو څه به پرې ولیکم.

د دې برخې د پای له پاره دا څو نوې او زړې لنډۍ:

دغرونو غاړې پسې ګورئ

رامداد د تیښتې سړی نه دی مړ به وینه

وار د رامداد دپګړۍ تیر شو

نورمومندان دې پګړۍ نه په سروینه

مسکال دې شته، درک دې نه شته

په کار مې نه دي بې دیدنه مسکالونه

عمر عبث راباتدې تیر شو

لکه مڼه په اروپا کې خوسا شومه

د لیونۍ حاجت پوره شو

په لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

مساپرۍ نه په خیر راغلې
لږ رانزدې شه چې تڼۍ دې وتړمه

د نجونو مشره یې واده کړه
اوس به په سرو منګولو څوک دریا وهینه

په ږیره نښه راته کیږده

پرون مې بل صوفي ته پورته کړل لاسونه

قصابه تبر به دې مات شي

زما هډوکي بیلتانه وچ کړي دینه

د کلي دوه پنځوس کوڅې دي

جانانه ستا دیدن ته چیرې ودریږمه

د ربابو به دې څونډی شم

له ملایانو نه مې پټ ساته مینه

د اته ویشتمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *