تاند- سعودي عربستان په ننګرهار کې د ۵۰۰ ملیون ډالره په لګښت اسلامي پوهنتون جوړوي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې د دغه پوهنتون لپاره یې په غازي امان الله خان مېنه کې ۱۰۰ هکتاره مځکه ځانګړې کړې ده.
په دغه پوهنتون کې به د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا دورې شاملې وي.
د نورو هیوادونو محصلان به هم کولی شي د ننګرهار په دغه نوي جوړېدونکي پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړي.
د سعودي عربستان حکومت د ۲۰۱۴ په نومیر میاشت کې د کابل پر مرنجان غونډۍ د یوه ستر پوهنتون او جومات د جوړولو قرارداد له یوې سعودي کمپنۍ سره لاسلیک کړی و خو تراوسه پوري د سعودي د دې ژمنې هیڅ څرک نه لګېږي.
کتونکي د سعودي له لوري په افغانستان کې د پوهنتونونو جوړېدا د ایران د فعالیتونو په وړاندې لومړني ګامونه بولي. ایران له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي په افغانستان کې پراخ کلتوري او مذهبي فعالیتونه پیل کړي دي، تلویزیونونه، ورځپاڼې، کتابتونونه، پوهنتونونه او مدرسې یا علمیه حوزې یې جوړې کړي او تمویلوي یې.
دا دوه هیوادونه په یمن، سوریه، عراق او بحرین کې د یو بل د مخالفو ډلو ملاتړ کوي.
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر عبدالرحمن الغاثب وايي چې د تروریزم او افراطیت سخت مخالف دی او یوازې هغه محصلان به په پوهنتون کې جذب شي چې افراطي افکار نه لري.
د تأند إداري ته
سلام عليكم
محترمو دا خبر سم نشر كوي زكه د ا يو مسوليت دي تاسو ليكلي سي سعودي د مرن جان فه تفه پوهنتون جورولو إمضاء وكرله او درك يي نشته
لژ أنصاف وكري سعودي د داودخان وخت كي ملك فيصل عالمي پوهنتون او مسجد فيصل جورولو خو له بده مرغه كمنستاتو او دهريا نو كودتا وكرله او هر سه بيا فه باكستان اسلام اباد كي جور شول
دوي اوس هم كابل كي پوهنتون جورولو خو د نظار شورى خلكو او شيعه خبيثا نو يي مخالفت وكه نو زكه ننكرهار ته منظوري يي وشوه زما فه نظر كابل دير خه وه سي هلته خفل زاي كي ( مرجان تپه) كي جور شوي وي
وسلام