تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر۱۳/ د لس تنو د اعدام حکمونه تایید کړل.

دا کسان د دغه هیواد پوځي محکمو د تروریستي پېښو په تړاو په اعدام محکوم کړي ول.

د راحیل شریف له لوري د محکمې د حکم د تایید معنا دا ده چې دا کسان به ژر په دار وځړول شي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې پرون /پنجشنبه/ وویل چې محکوم شویو کسانو د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین پر ټیمونو، خیریه موسسو، پولیسو او پوځ په حملو کې لاس درلود.

پاکستان د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په میاشت کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له بریده وروسته د اعدام بندیز پای ته ورساوه او له هغه راوروسته یې په لسګونو کسان په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور اعدام کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *