تاند – نن/جمعه د میزان ۲۳مه/ په کابل ښار کې د نجات څلي/منار نجات د بیارغونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته چې د کابل ښار د حضوري چمن تر څنګ جوړه شوې وه د کابل ښار او ولایتونو په زرګونو خلک راغلي ول.

د نجات څلی څو لسیزې پخوا د غازي محمد نادرخان د واکمنۍ پر وخت له سقاوي اړودوړ څخه د افغانستان د نجات په مناسبت په کابل ښار کې جوړ شوی وو.

د نجات څلي پخوانی عکس
د نجات څلي پخوانی عکس

د ۱۳۰۸ کال د میزان په ۱۶مه د محمدنادرخان لښکرو په کابل کې د حبیب الله کلکاني واکمني نسکوره کړه او نوموړی یې په دار وځړاوه تر هغه وروسته محمد نادرخان له غلواکۍ نه د افغانستان د نجات په نامه د کابل ښار د پل مستان په سیمه کې چې له حضوري چمن سره نژدې پروت دی د دغه څلي د جوړونې امر وکړ.

ویل کیږي چې د نجات څلی د ۱۳۰۹ کال د میزان په ۲۳مه افتتاح شو او له هغه وخت راهیسې هر کال د خپلواکۍ د جشن پر وخت په رڼاګانو ښکلی کېده، خو د ۱۳۵۷ کال له کمونستي کودتا څخه وروسته واکمنو دغه څلی را ونړاوه چې تر ننه پورې یې ځای تش وو او نن بیا د یو شمېر مخورو له خوا د زرګونو ښاریانو او د ولایتونو د اوسېدونکیو په بدرګه یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

One thought on “په کابل ښار کې د نجات څلی بیا رغول کیږي”
  1. Salamoonah;
    de Nejat tsaly bya raghawil sha xabira da ;
    Xo, de ghal-wakiy mefcoore lannddagiry ba tsok pa daar waxejawi?
    De mamedzayano baqaya hem d mojadedyano etc..(. che de arwashad Amanullah xan Ghazi per zid sakawyano sara jasoos vo,) la 1 diga chorwa xory!!. A`ajaib.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *