تاند- چینایانو د نړۍ تر ټولو د ستر راډیويي ټیلسکوپ او تر ټولو اوږد پله له جوړولو وروسته د نړۍ تر ټولو اوږدې برقي زینې هم جوړې کړې.
د چینایانو له لوري د دغو جوړو شویو برقي زینو اوږدوالی ۶۸۸ متره دی.
دا زینې د چین د ګرنډ کانیون په اینشي (Enshi) سیمه کې د سیلانیانو لپاره جوړې شوي دي.
دا زینې په داسي ډول جوړي شوي چې سیلانیان ورڅخه شاوخوا طبیعت کتلی او خوند ورڅخه اخیستلی شي.
دا زینې په هر ساعت کې د ۷۳۰۰ تنو د وړلو ظرفیت لري او په کال کې ۳ لکه تنه ورڅخه کار اخیستلی شي.
دا برقي زینې په یوه خورا ښکلې او غرنۍ سیمه کې جوړې شوي دي.
برقي زینې نن سبا په نړۍ کې ډېرې عامې دي په تېره بیا په لویو پلورنځیو، د مترو یا تر مځکې لاندې زېلګاډي په تمځایونو او هوايي ډګرونو کې ډېرې کارول کېږي.