تاند- سامسونګ کمپنۍ یو نوی ډیسک ټاپ کمپیوټر له جوړولو وروسته نندارې ته وړاندې کړی دی.

دا کمپیوټر چې (ArtPC Plus) نومېږي مک پرو اپل (Apple Mac Pro) کمپیوټرونو ته زیات ورته والی لري خو دا یو د مک پرو خلاف چې عموماً ادارې او شرکتونه ورڅخه زیات کار اخلي، د کورنیو لپاره دی.

د سامسونګ د دې کمپیوټر ډرایف ۲۵۶ ګېګابایټه دی؛ یعني د مک پرو اپل په شان دی خو کور (core) یې (i5) دی، د کلاک سرعت یې ۲ اعشاریه ۷ ګېګابایټه، رم یې ۸ ګېګابایټه او ګرافیکي کارت یې (Radeom RX 360) دی.

سامسونګ د دغه کمپیوټر لپاره ۱۲۰۰ ډالره بیه ایښې چې د مک پرو په پرتله ارزانه دی.

سامسونګ ویلي چې مخکې تر مخکې د پلورلو لپاره فرمایشونه مني خو خلکو ته به د اکتوبر له ۲۸ مې څخه توزیع شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *