تاند- د روسیې سپوتنیکس نیوز خبري اژانس وايي، ممکن قزاقستان ژر د سیکس او وګړپېژندنې لپاره ځانګړی وزارت جوړ کړي.
د منځنۍ اسیا د بشري حقونو د مسلمانانو کمېټې (Nur.kz) او د قزاقستان د مسلمانانو ټولنې د دا ډول وزارت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.
د سیکس او وګړپېژندنې د وزارت وړاندیز کوونکو ویلي چې د دوی هدف دا دی چې کورنۍ د ماشومانو زېږولو ته وهڅوي او د دې ترڅنګ په هیواد کې د جنسي تشدد له کمولو سره مرسته وکړي.
پر دې سربېره به دا وزارت په ټولنه کې د جنسي میلان د زیاتېدو د شېوو د پراختیا دنده په غاړه لري.
د قزاقستان د مسلمانانو د ټولنې رييس په یوه لیک کې ویلي«د هیواد اوسني حالات خورا ناوړه دي. اوس جنسي تشدد نه یوازې لویان بلکې ماشومان له خطر سره مخامخوي. د ماشومانو د جنسي ځورونو شمېر خبرداری ورکوونکي حد ته رسېدلی. په تعلیمي او دولتي ادارو کې له جنسي تېریو د خلکو بېره ډېره شوې ده.»