په ټولو تجارتي کمپنیو کې، که نوښت امیزي و، نه کرل شي، نو د اجناسو ساندې به یې تربتې شي. که یوه کمپنۍ په خپل پروډک کې نوي شیان، ټولنې ته وړاندې، نه کړي د خوښونې ذوق به یې کمزوری شي.
د پرمختګ په لحاظ افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې راځي چې د خوښونې ذوق پکې کمزوری دی. په سنتي تهذیب کې هر څه په کردارونو پورې، غوټه وي. وایي چې هغه کوه چې پلار نیکه دې کول.
جرم دا دی که د نیکه پلونه دې، په څومره ناسمه لاره کې ښکېل وي، ته به یې مخنوی، نه کوې؛ کنه د سلو تورونو ګیډۍ به دې په غاړه زنګیږي. هسې خبره مې د شاعرۍ په نوښت کوله چې لږه رانه ټولنیزه شوه.
کومې شاعرۍ چې روایتي استحصال غایب کړی، نه وي د خوښونې ذوق یې کمزوری وي. شاعر دې د ټولنې هغه منکشف انځور را واخلي چې حس کول یې وي، خو خبرې ورته نه جوړیږي. دغو لطایفو ته پام کول د شاعرۍ د بې خوندۍ درجه را ټیټوي. او شاعري هغه وخت شاعري کیږي چې ذوقونه په مستۍ راولي. په بابولالو ذوقونه نه شي تسخیر کیدای. ښه شاعري د نوښتونو په لطیف تناسب رامنځته کیږي. لطیف تناسب : د کلمو ترمنځ تړل شوې اړیکې وي. نوښت ته هغه وخت د نوښت په سترګه کتلای شو چې لطیف تناسب سره ولري. مثلاً وچ په وچه، شپه اسمان ته خیږول هنر او نوښت نه دی. ولې شپه یوه ډارونکې شیشکه بلل؛ هنر ځکه دی چې چې د شیشکې تصور هم تور دی، ویرونکی دی. دغه شیشکه او شپه سره لطیف تناسب لري. او شپه شیشکه ګڼل، یوه نوې خبره ده. نو ځکه وایو چې ښه شاعري د نوښتونو په لطیف تناسب کې ده.
د شاعرۍ لپاره یوه تیوري اصل، نه وي؛ بلکې هره خبره د شاعرۍ لپاره اصل کیدای شي. مطلب دا دی چې شاعري په نوښت تلپاتې کیدای شي. د شاعرۍ اصل یوازې نوي کول نه دي؛ بلکې د نویو کولو طرز یې هم مهم دی. که څوک ښه خوندور کباب په خېرن لوښي کې پوخ کړي د خوند څخه به یې تاوان ډېر وي.
خو که د شاعرۍ نوښت، لطیف تناسب و، نه لري د ذوق خوښونې پر ځای به یې خندا خوښونه زیاته شوې وي. ستا کورګوتي څڼې د خاردارو سیمونو غوندې دي. نو دا به د ذوق خوښونې پر ځای د خندا بازار تود کړي. دا ډول نوښت راوستل په شاعرۍ، نه تمامیږي؛ بلکې ښه ټوکمار به ضرور وي. او په ټوکو هیڅ څوک شاعر کیدای نه شي.