ټاکل شوي  ده د بریکس د سازمان غړیو هېوادونو سرمشریزه د روان کال د اکتوبر پر ۱۵ نېټه د هندوستان په ګوا ښار کې جوړه شي. بریکس  سازمان د برازیل، روسیې، هندوستان ، چين او جنوبي افریقا له خوا د چټک اقتصادي پرمختګ اوهمکارۍ په خاطر کابو ۱۵ کاله دمخه رامنځته شو خو لومړنۍ سرمشریزه غونډه یې پر ۲۰۰۹ زیږديز کال په روسیه کې جوړه شوه. په دې سازمان کې ۵ هغه هېوادونه غړیتوب لري چې مخ پر ودې اقتصاد لري او د نړۍ تر نیمایي زیات نفوس په همدې هېوادونو کې ژوند کوي.د اقتصادي پرمختګ په اړه دغه سرمشریزه په داسې وخت کې جوړیږي چې د جنوبي افریقا، برازیل او روسیې اقتصادي وده له ستونزو سره مخ ده، چین هم بد نه دی خو هندوستان بیا تر ټولومخته دی او تیر کال يې ۷،۵ اقتصادي وده کړې ده.

      د خبرونو له مخې  ددې سرمشریزې ستره موضوع به نړیوال تروریزم وي. په همدې ترڅ کې هندوستان له روسيې سره د کابو ۵ میالیارده ډالرو په ارزښت د دفاعي توغندیو تړون هم لاسلیکوي چې د پاکستان لپاره ستر سرخوږی دی. هند او پاکستان اوس مهال د جګړې پر پوله ولاړ دي. مهمه خبره داده چې ددې سرمشریزې اغیز به پر نړیوالو، سیمه ییزو مسایلو او په ځانګړي  توګه پر افغانستان څومره وي ؟ زموږ لپاره په دې سرمشریزه کې هندوستان ستره لابي ده. هند به کوښښ وکړي چې  د بریکس غړي هېوادونه د پاکستان پرخلاف وکاروي خو په دې برخه کې به يې پر چین زور ونه رسیږي، ځکه چین د پاکستان  نږدې دوست دی او دا مهال یې له پاکستان سره د ۵۰ مییارده ډالرو دپانګونې تړون هم کړی دی. خو له روسیې سره به د پاکستان سره پر نویو دفاعي اړیکو اندیښنه ضرور څرګندوي. تیره میاشت روسیې پاکستان ته د ګډو پوځي تمریناتو لپاره ۲ سوه سرتیري استولي وو اوهمدارنګه یې له پاکستان سره د ۳۵ چورلکو د پلور تړون هم لاسلیک کړی دی.

     د بریکس په سرمشریزه کې به له اقتصادي موضوعاتو ور ها خوا د نړۍ پر سیاسي مسایلوترڅنګ د سوریې او افغانستان پر کړکیچ ضرور بحث کېږي.په افغانستان کې د داعش پراختیا د روسیې ستره اندېښنه ده. داچې په دې سرمشریزه کې به دافغانستان اوسني مسایل په کومه  کچه یاد او وڅېړل شي؟ دافغانستان لپاره به څه پایلې او اغیز ولري؟ دا پوښتنې به د غونډې په پای کې ځواب شي. [email protected]

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *