تاند- په داسي حال کې چې ناټو وايي، په ننګرهار کې د داعش د غړیو شمېر کم شوی، د ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې داعش غواړي د افغانستان شمال ته ۷ زره جګړه مار ولېږي.

جنرال عبدالرشید دوستم دا خبره د غورماچ ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره فاریاب ته له رسېدو وروسته وکړه.

ده وویل، داعش هڅه کوي چې د افغانستان شمال ته بهرني جګړه مار په تېره بیا سوریه وال، عراقیان، لبنانیان، تاجکان، ازبکان او چیچنایان ولېږي.

د ولسمشر مرستیال وویل باید لومړی وسله وال طالبان وځپل شي څو په شمال کې کلکې پوستې ایجاد او د داعش مخه پرې ونیول شي.

افغان او امریکايي پوځیانو د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د داعش غړیو ته سخت ګوزارونه ورکړي او له همدې کبله ناټو وايي چې په ننګرهار کې د دې ډلې د غړیو شمېر لږ شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویندوی جنرال کلیفینډ پژواک خبري اژانس ته وویل چې حاضردمه د داعش د تروریستي ډلې نژدې زر غړي د ننګرهار په دوو یا درو ولسوالیو کې فعالیت کوي.

ده وویل، ۹ میاشتې پخوا باور کېده چې د داعشیانو شمېر به د یو نیم زر او درو زرو ترمنځ وي خو د افغان او امریکايي ځواکونو بریالیو عملیاتو په ننګرهار کې د دوی شمېر کم کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *