خبریال: محمدعارف نوري –

امنیتي چارواکي د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړوندو کي د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کي د یوه قومندان په ګډون ۱۷ وسله والو طالبانو او ۵ امنیتي سرتیرو ته د مرګ ژوبلي اوښتو خبر ورکوي.

د غزني ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند فهیم امرخیل نن شنبه /د تلې میاشتې ۲۴ مه/ وویل، وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا ۶:۰۰ بجې د دې ولایت د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ او لغوات سیمو کې د پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړي وو چې د غرمې تر ۱۱:۰۰ بجو یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه، په دغو نښتو کي د یوه مشهور قومندان خالد منصور په ګډون ۱۰ تنه وسله وال او۲ پولیس سرتیري وژل شوي، ۷ تنه وسله وال او ۳ پولیس سرتیري ټپیان شوي دي.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په را استولي ټلیفوني بیغام کي ادعا کړې چي د ده یک ولسوالۍ په تاسنګ او لغوات سیمو کي یې نن سهار وسله والو ۱۰ امنیتي سرتیري وژلي ،۱۲ تنه یې ټپیان کړي او ۵ رېنجر او هاموي موټر هم له منځه وړي دي خو د امنیې قومندانۍ ویاند بیا د مجاهد ادعا رد کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *