تاند- د هند صدراعظم نریندر مودي وايي، د افغانستان د حالاتو په اړه د ده او پوتین نظر ورته والی لري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن /شنبه/ د بریکس په نوم په سرمشریزه کې د ګډون لپاره هند ته ورسېد.
مودي د هند په ګوا کې د بریکس د سرمشریزې په څنډه کې له پوتین سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل«ولسمشر پوتین او ما د افغانستان د حالاتو او د لوېدیځې اسیا د کړکېچ په اړه ورته نظرونه لرل.»
ده زیاته کړه چې روسیه هم له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې څرګند دریځ لري.
«موږ د پولو له پوري خوا څخه د تروریزم پر ضد، چې ټوله سیمه ګواښي، د مبارزې د ملاتړ په باب د روسیې درک ستایو.»
پوتین په افغانستان کې د مخدرو موادو له تولید، قاچاق او تروریزم سره د مبارزې په وړاندې پر نه زغم تاکید وکړ.
پوتین هند ته تر روانېدو مخکې وویل، د روسیې او هند ترمنځ په سیمه کې حالات کړکېچن دي خو د افغانستان حالات تر ټولو زیات اندېښمنوونکي دي.
ده په افغانستان کې د ترهګرو او سختدریځو زور اخیستو ته په اشارې وویل«روسیه او هند د نړیوالو معیارونو پر اساس په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره د هلوځلو د ملاتړ د اړتیا په باب د نظر یووالی لري.»
پوتین له امنیتي ګواښونو سره د مقابلې لپاره د سیمه ییزو همکاریو زیاتېدا ته د خپل هیواد چمتووالی وښود.
پوتین د هند له صدراعظم نریندر مودي سره د انرژۍ او دفاعي چارو په برخه کې موافقې هم لاسلیک کړې.
زما په فکر د افغانستان جنگ د روسیه په گته ده، که افغانستان او پاکستان کی آرامی وی د مرکزی آسیا آزاد شوی جمهوریتونه خپل نفت و گاز صادره وی چی دا کار د روسیه په گته نه ده.