تقاعد ته نژدې کم وزنه ، جګ ، نری جنرال کور ته  راغی. ده چې خپل ټول عمر له خپلو اصولو سره سم تیر کړی و، له نیکه څخه په میراث پاتې شوي کور کې له کورنۍ سره اوسېده. کور زوړ شوی و خو د کوچینۍ حویلۍ چمن لا تاند و. جنرال له عادت سره سم په چمن کې په زړه لرګینه چوکۍ کیناست.
دی په دې باور و چې وطن دوستي او صداقت یې په وینه کې دی. ده به په فخر سره د خپل نیکه کیسې کولې. پلار یې جنرال ته ویلي وو چې نیکه دې د استقلال په غزا کې عسکر و. یو ځلې یې غازي شاه امان الله خان له نژدې لیدلی و. شاه ورته شاباسي ورکړې وه. جنرال دا کیسه دومره تکرار کړې وه چې د کوچینۍ اته کلنې لمسۍ یې لکه خپل نوم زده وه. د حاجي جنرال د ژوند له افتخاراتو نه یو د کعبې شریفې زیارت و. څلور کاله مخکې دولت د زاړه عمر ځینې جنرالان د نظامي خدمتونو په پاس حج ته لیږلي وو. جنرال ته خپل حج تر نورو ډیر مقدس او مهم ښکارېده. ده به تل ویل ما په داسې حال کې د خدای د کور زیارت وکړ چې ټول عمر مې له حب الوطن سره ژوند کړی دی.
 حاجي جنرال به سهار وختي تر اذان دمخه له خوبه راویښېده، قرآن به یې تلاوت کاوه او تر لمانځه وروسته به د دفاع وزارت خوا ته روانېده. د جنرال فزیکي حالت کمزوری و. نور یې نظامي کارونه نه شوای کولی. په غالب ګومان یې د وظیفې اخري کال و. په وزارت کې د ده وظیفه مشوره وه. ځینې وخت به له ده مشوره غوښتل کېده او ډیر ځله به ده پخپله هر چا ته مشورې ورکولې.
 جنرال ته خپله وظیفه د دنیا تر بلې هرې چارې مهمه ښکارېده. ده به تل دا خبره کوله چې ګورئ، یوه شیبه غفلت هر څه له منځه وړلای شي. یو عسکر باید ان په خوب کې هم هوښیار او بیدار وي.
 د لرګینه چوکۍ په سر ناست جنرال په  اندېښنو کې ډوب و. له ځان سره یې ویل: دا اوسنۍ اردو ډیره بې غوره ده.
سیاسي شعور نه لري . روسان غواړي بیا شوروي جوړ کړي. دا بې دینه به خامخا د بیا یرغل پلانونه جوړوي.
 جنرال د کور له غړیو سره چندان روابط نه لرل. جنرال غوښتل چې لمسي هم د اولادونو غوندې په نظامي روحیه لوی کړي خو زمانه بدله کړي. ده ته د اولادونو او لمسیانو د ژوند طریقه لویه تیروتنه ښکارېده. ده به تل ویل ، موږ هم کار کاوه، خو د کورنۍ ټول غړي به فیکس څلور بجې په کور و، مګر دا چې کوم مهم نظامي مسولیت به مو و. موږ هم درس لوست او ټوله شپه به په کتاب پراته وو، خو ټول به سهار وختي پاڅېده، په ګډه به مو چای څښه. تاسې ډیر لټ یاست. که شوروي بیا حمله وکړي همدا مونږ زاړه به ورته ولاړ یو، له تاسې ولاکه وطن خیر وویني.
 میرمن یې څو ځله ورته ویلي وو چې : خان صاحب، زموږ زمانې لاړې، پرېږده، ماشومان په خپله زمانه کې په خپله خوښه ژوند وکړي. جنرال به هر ځلې دا یو ځواب ورکاوه: د احترام، شرف او عزت یې په زمانې څه؟
 د حاجي جنرال هغه ورځ لکه پرون په یاد وه چې لمسی یې د تحصیل لپاره ماسکو ته روان و. جنرال مخالفت کړی و خو د کورنۍ غړیو هلک له خان بابا پټ لیږلی و. حاجي جنرال چې خبرېده ، هفته تیره وه. جنرال د کورنۍ ټول غړي راټول کړل، اته کلنې لمسۍ ته یې وویل: دروازه پورې کړه!
  جنرال نیغ ولاړ و خو په نسبتا ټیټ اواز یې وویل: دا بې غیرته کار خو مو وکړ، خو ګورئ ، ګورئ ، د بل ملک نوم واخلئ، مسکو مه یادوئ چې لوی شرم دی.
  لمر هم لکه د جنرال عمر د غروب په خوا روان و. تقاعد ته نژدې جنرال چې د پښو له درده په عذاب و، لاس په زنه په لرګینه چوکۍ ناست و. د چوکۍ لاندې چمن تاند و. پاس اسمان شین و. د دوه زره شپاړلسم کال د اګست اوولسمه وه. جنرال سخت په تشویش کې و چې که شوروي بیا حمله وکړي، څه به کوو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *