یاجوج و ماجوج له حسابه وتلي وو، بیخي ډیر وو او بله دا چې خدای ناترسه وو، ظالمان وو.  سکندر ذوالقرنین چې د دوی په سیمه پیښه وکړه او د مظلومانو فغان یې واورېد نو د دوو غرونو تر منځ یې د  وسپنې سد ( دیوال) ودراوه چې یاجوج و ماجوج په خپلو سیمو کې ایسار او نور خلک یې له ستمه خوندي پاتې شي.

 د فارسي یوه پخواني شاعر ویلي دي چې سکندر که دوې مصرعې جوړولای شوی، د نوم دپاتېدلو لپاره به یې د سد جوړولو ضرورت نه احساساوه.

شاعر دا خبره ځکه کړې ده چې  شاعر او لیکوال ته خپل کار ډیر مهم ښکاري. رحمان بابا له خپل شعره د افغانانو د وطن د معطر کولو توقع لري او خوشحال باوري دی چې:

د خوشحال قدر که نن په هیچا نشته

 پس له مرګه به یې یاد کا ډېر عالم

موږ ممکن په خپل کور کې بې پروا وغږیږو خو په مجلس کې احتیاط کوو او هر هر څه نه وایو. شاعر او لیکوال چې ټولو خلکو او ټولو زمانو ته مخاطب دی، طبعا هغه څه وایي چې ده ته ډیر مهم ښکاري. یو ډاکتر یا انجنیر خپل کار ته په اسانۍ سره بیه ټاکي، خو لیکوال که پر خپل ناول پیسې هم واخلي، په زړه کې ورباندې قانع نه وي او خپل اثر تر دې ډیر مهم ګڼي چې په پیسو دې اندازه شي.

 له بلې خوا واقعي هنرمن او لیکوال ته ټولنې په هره زمانه کې د فوق العاده کس په سترګه کتلي دي. که یې دی پیریاني بللی یا یې د الهام څښتن ګڼلی، په دواړو حالتونو کې داسې څوک تصور شوی دی چې استثنایي او باارزښته کار کولای شي. دغه تصور هم د دې سبب شوی چې شاعر د دوو مصرعو تړل د سد سکندر تر تړلو مهم وبولي.

د لیکوالي او شاعري په کار کې ځینې نور اجرونه هم شته.

زاهد د ثواب امید لري او مامور د معاش په تمه کار کوي. لیکوال معمولا د اجر او اجورې توقع نه لري خو تر اکثرو زاهدانو او مامورینو ډیر ستړی وي. په لیکوالو او شاعرانو تور لګول کېږي چې د شهرت لیوني دي او ځينې نور کسان بیا په ډیر احترام ورته قایل دي، د اجتماع خواخوږي او د قام او ملت خادمان یې بولي.

 د لیکوال د لیکنې انګیزه که هر څه وي خو په لیکلو کې ځينې داسې اجرونه شته چې په اکثرو چارو کې نشته.

  موږ چې یو هنري اثر ولولو، د ژوند په ځینو تجربو کې د تخییل له لارې د شاملیدو فرصت ومومو او په دې ډول خپل ژوند غني شوی احساس کړو. د چیخوف لنډې کیسې مو د سل یونیم سل کاله پخوا وخت روسیې ته بیایي او د هغه ځای د خلکو په غمونو، خوشحالیو، ارزوګانو، ساده ګیو، چالاکیو او تجربو کې شریکېږو.

 لیکوال چې د خپلې هنري لیکنې له لارې دا قدرت لري چې په لوستونکي باندې د بل چا ژوند وڅکي، پخپله دی طبعا هغه ژوند چې ده تخییل کړی دی، لا ژور احساسولای شي. ناول لیکونکی چې د یو چا سرګذشت بیانوي، د ناول تر پایه پورې د تخییل په مرسته یو بل ژوند هم وکړي او ډیر داسې څه وویني چې پخوا یې نه وو لیدلي. د بالزاک په باره کې مې لوستي وو چې د زنکدن په وخت کې یې هغه طبیب ورباله چې ده په یوه ناول کې پنځولی و. مانا دا چې د تخییل تجربه ممکن ډیره ژوره وي. یو څوک به دولس کاله په یوه ښوونځي کې سبق ووایي خو بیا به یې هم د ښوونځي تجربه برسیرنه وي. برعکس، کیسه لیکونکی به یو ښوونځی په کیسه کې وښیي او د دې انځور د ایستلو لپاره به دومره په خپل ذهن فشار واچوي چې تر هغه بل کس به د ده د ښوونځي تجربه ډیره واقعي او ژوندۍ ښکاري.

  نه یوازې تخییلي لیکنې بلکې مقالې او تحقیقي لیکنې هم د لیکوال ژوند او فکر غني کولای شي. زه خپله معمولا په هغو موضوعاتو لیکنه نه کوم چې ګومان کوم ورباندې پوهیږم، د لیکلو لپاره ډیر ځله هغه موضوع راته جالبه وي چې زما لپاره مبهم اړخونه پکې زیات وي. د لیکلو په وخت ورو ورو سوالونو ته ځوابونه ومومم او داسې احساس کړم چې په یو څه پوه شوی یم.

 موږ چې هیندارې ته ودرېږو، هاله پوه شو چې مخ او ویښته مو څنګه دي. موږ د خپل فکر د لیدلو لپاره بیله آیینه لرو او هغه لیکنه ده. د خپل فکر ښکلاوې او بدرنګۍ هاله سمې لیدلای شو چې ویې لیکو او ویې ګورو. لیکنې د فکرونو د مخ هیندارې دي. هغوی چې دا هیندارې لري، د فکرونو انسجام ورته اسانه دی. ځینې کسان شاید بې هیندارې هم خپل ویښته سم ږمنځ کړي خو د آیینې څښتن ته د ویښتو سمول په مراتبو اسانه چاره ده.

 د لیکوالي کار یو بل اجر هم لري. لیکوال ګومان کوي چې په ټولنه باندې اغیز اچولای او د هغې په بدلانه کې برخه لرلای شي. دا ګومان مازې خیال نه دی. د ټولنې د ذوق او فکر په جوړېدو کې هر واقعي شاعر او لیکوال خپله ونډه لري. د قلم څوکه کله کله تر تورې تېره ثابته شي.

دغه احساس چې یو وخت به نه یو، غمجن احساس دی. داسې څه لیکل چې پاییدلو ته یې امید ولرو، د نشتوالي درد کمولای شي.

 لیکوال او شاعر چې پیاوړی تخییل لري، نسبت نورو کسانو ته د یوازیتوب ژوند اسانه تېروي او له دې مشکل سره چندان نه مخامخ کیږي چې وخت څنګه واړوي.  زما پلار د ژوند د وروستیو کلونو اکثره ورځې د خپل خوب په کوټه کې یوازې تیرې کړې. زه چې به ماښام له دفتره ورغلم، یوه همیشنۍ پوښتنه مې ورنه دا وه چې ورځ خو درباندې اوږده نه شوه؟ او د ده ځواب تقریبا هر ځل دا رنګه و: نه، د خیال په مرسته ډیره ژر تیره شوه.

د لیکوال ټول اجرونه د ځینو کړاوونو په بدل کې وي چې زما په ګومان درې پکې تر نورو مهم دي. یو دا چې له ده به معمولا هغه چارې نیمګړې پاتې وي چې په عادي ژوند کې ضروري بلل کیږي.دی چې ډیر وخت له ځان سره بوخت وي د جهان په کار کې یې ملا ماته وي او که هر څو د رحمان بابا غوندې ووایي چې :

 زه رحمان پخپله ګرم یم چې میین شوم

 دغه نور عالم مې بولي ګرم په څه

خو نور یې ګرم ګڼي او د دفتر همکاران څه کوې چې ان د کور غړي ورڅخه ډېرې ګیلې لري. یوه ورځ په پیښور کې د پروفیسر تقویم الحق کاکاخیل مرحوم او پروفیسر قلندر مومند مرحوم په مجلس کې ناست وم. دواړو شکایت کاوه چې میرمنې یې د دوی د لیکلو له کاره راضي نه دي.

 د شاعر او لیکوال یو بل مشکل دا دی چې سم نه پوهیږي چې شهکار که یې چټیات لیکلي دي. بیا هم د پروفیسر کاکاخیل مرحوم یوه خاطره رایاده شوه. ویل یې، خلک راڅخه کتابونه غواړي خو زه داسې کتاب نه شم لیکلای چې شپیته کاله عمر وکړي مګر داسې کور جوړولای شم چې شپیته کاله د استفادې جوګه وي. د کاکاخیل مرحوم په دې خبره کې د لیکوال پټ اضطراب ته اشاره وینو. د خپل کار د سرنوشت په اړه اندیښنه دردوونکې ده. شاعر او لیکوال پوهیږي چې واقعي شاعري او واقعي لیکوالي په ډیر څه ارزي ، مګر د خپلو آثارو د ارزښت په باره کې تشویشونه ورسره وي. دغه تشویش یې ناارامه ساتي او لا زیاتو هڅو ته یې اړباسي.

د لیکوال او شاعر بله لویه ستونزه دا ده چې  د ټولنې له اقدارو سره یې جنجال وي. د ټولنې له ارزښتونو سره کشمکش یې مجبوروي چې قلم راواخلي او په خیال کې نوې دنیا جوړه کړي. دغه کشمکش د لیکوالي په کار کې ورسره مرسته کوي مګر په عملي ژوند کې یې ډیر په تکلیفولای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *