تاند – ټاکل شوې ده نن یکشنبې د اګست ۲۵ د افغانستان مالیه وزیر حضرت عمر زاخیلوال د پاکستان له مالیه وزیر اسحاق ډار سره په اسلام کې پر دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو خبرې وکړي.

رپوټونه څرګندوي چې تر دې لیدنې کتنې وروسته به د دواړو هیوادو  د مالې وزیران په هغه غونډه کې برخه واخلي چې په هغې کې به د افغانستان او پاکستان د اقتصادي چارو د برخې یو شمیر نور چارواکي، د پراختیا دبرخې او پلان جوړونې د برخې مسوولان ، همداراز د دواړو هیوادو د اورګاډي، اوبو او انرژۍ د برخې یو شمیر مسوول کسان هم برخه واخلي.

په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ پر پراختیا او پر دوه اړخیزه اقتصادي همکاریو خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وویني او له طالبانو سره د سولې پر خبرو د پاکستان له نوي صدراعظم نوازشریف سره خبرې وکړي.

حامد کرزی تر دې مخکې د خپلې واکمنۍ پر مهال ۱۹ ځله پاکستان ته سفر کړی دی، خو په اوړي کې د نوازشریف له صدراعظم کیدو وروسته چې کله هغه کرزي ته د اسلام اباد د ورتګ بلنه ورکړه، نو افغان ولسمشر وویل، چې دا ځل به هغه وخت پاکستان ته سفر کوي چې ډاډه شي چې سفر یې ګټور دی.

نوازشریف ویلي دي چې دی به د افغانستان په سوله کې هڅې وکړي. شریف وایي، چې ده ته  تر هرڅه د خپل هیواد اقتصادي پرمختګ مهم دی، خو دا څرګنده نه ده چې د پاکستان پوځ او نور چارواکي چې د پردې تر شا د دغه هیواد بهرنی سیاست مخته وړي، له نوازشریف سره همنظره دي که نه دي.

نړیواله ټولنه په تیره د امریکا متحد ایالتونه د پاکستان له حکومته تمه لري چې په سیمه کې په ثبات کې رغنده ونډه واخلي، هم له هند سره اړيکي ښه کړي او هم په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته و کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *