= په زابل کې د افغانستان د ملي تلویزیون خبریال یعقوب شرافت نن ماښام د دغه ولایت په مرکز کلات ښار کې ووژل شو.
حمله کوونکی تښتېدلی او تراوسه پوري د دې برید انګېزه نه ده حرګنده شوې.
= د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د اروزګان په چارچینو ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه مهم مشر پر کاروان په بمبارۍ کې لږترلږه ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د وژل شوي طالب مشر نوم حاجي لالا ښودل شوی دی. (تفصیل)
= د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د افغانستان په ناامنو سیمو کې د ماشوم په زېږولو د میندو د مړینو شمېر خورا زیات دی.
د دغه وزارت په وینا له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ پوري په افغانستان کې د میندو او نوزېږو مړینې په سلو کې ۵۰ کمې شوي خو ناامنه سیمې له دې پرمختګه محرومې شوي دي.
= د ننګرهار نابینایان په خپل ولایت کې د ځان لپاره د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو غوښتنه وکړه.
اټکل کېږي چې په افغانستان کې د نابینایانو شمېر د ۴ لکه او ۵ لکه ترمنځ وي او هر کال د هغوی پر شمېر ۲۰ زره زیاتېږي.
= د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن دولتي ادارو ته امر وکړ چې خلکو ته په وخت او موقع معلومات ورکړي.
د ولسمشر له حکم سره سم وزیران، والیان او نور چارواکي مکلف دي چې ولس ته په وخت معلومات وړاندې کړي.
ولسمشر د دولتي ادارو ټول ویندویان هم مکلف بللي په منظم ډول له رسنیو سره معلومات شریک کړي او له رسنیو سره په تماس کې وي.
= د کوردستان (کردستان) د کورواکې ادارې د مشر مسعود بارزاني له اعلانه وروسته د عراق مرکزي حکومت هم نن /یکشنبه/ وویل چې ژر به پر موصل ښار حمله پیل شي.
موصل، چې د عراق دوهم ستر ښار دی، د ۲۰۱۴ په جون کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې ونیوه. سږ کال په عراق کې د دې ډلې له لاسه ډېرې سیمې ووتلې.
= د هند صدراعظم نریندر مودي بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل«د ترهګرۍ اصلي ځیلی (ریښه) د سیمې یو هیواد دی.»
ښاغلي مودي دا خبره د بریکس یا د نړۍ د تازه ظهور کوونکو سترو اقتصادي قدرتونو په سرمشریزه کې وکړه. ده تروریزم د هیوادونو د نېکمرغۍ او سوکالۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله.
= د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په تخار کې یې د جندالله شبکې ۴ غړي نیولي دي. دا ریاست وايي چې له نیول شویو کسانو سره یې وسلې، بمونه او مهمات هم نیولي دي.
= باختر اژانس وايي، د جنرال دوستم ځاصو ځواکونو نن /یکشنبه/ د هیواد په شمال کې د غورماچ ولسوالي بېرته ونیوله.
دا ولسوالي تېره اوونۍ وسله والو طالبانو نیولې وه. جنرال دوستم تېره شپه په فاریاب کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل. (تفصیل)
= د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري نن وویل، حکومت به د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوېدو په اړه تحقیقات وکړي.( د دې موضوع تفصیل)
= ملګري ملتونه وايي، سږ کال له پاکستانه خپل هیواد ته ۳۷۰ زره افغان کډوال ستانه شوي دي. د دې خبر تفصیل وروسته په تقصیل وړاندې کېږي.
= د ایراني رسنیو د دوو خبرونو سرلیکونه داسي دي:
ایرنا وايي: په ایران کې د افغان مهاجرو وضعیت تر بل هر ځای ښه دی.
ایران ورځپاڼه: یوه غیرقانوني افغان مهاجر پر یوې ایرانۍ ښځې جنسي تېری وکړ.
= هند وايي د اسلامي دولت یا داعش یوه شپږ کسیزه ډله یې نیولې ده. دې ډلې په افغانستان کې د خپلو پلویانو په لارښوونه غوښتل چې د هند کیرلا ایالت کې یو شمېر کسان ووژني. ادعا شوې چې له افغانستانه دوی ته ویل شوي و چې له ۳ تنو سرونه پرې کړي او ویدیو یا عکسونه یې خپاره کړي.
= د سوداګرۍ وزارت ویندوی وايي، افغانستان به د راتلونکې (نومیر) میاشتې تر پایه د کسپین سمندرګي له لارې له اروپا سره وصل شي.
کسپین سمندرګی د ترکمنستان، ایران، اذربایجان، قزاقستان او روسیې ترمنځ پروت دی. دا سمندرګی د انسان په لاس د جوړ شوي کانال یا اوبلارې په وسیله له تور سمندرګي سره وصل شوی چې په اروپا کې دی.
= د الجزیرې شبکې نن په خپله ویبپاڼه کې د ایمل فیضي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویاند و، لیکنه خپره کړې.
ایمیل فیضي وايي، افغانان باید له حکمتیار سره د سولې د موافقې ملاتړ وکړي.
حکمتیار او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت د سولې موافقه لاسلیک کړه. ایمل فیضي دا مثبت پرمختګ بولي او وايي چې د افغانستان پر امنیتي وضعیت به ښه اغېز ولري.
= په هرات کې ۵ ټنه کشف او ضبط شوي مخدر مواد نن /یکشنبه/ د چارواکو په وړاندې وسوځول شول.
= فوټو ژورنالیست اندریو کوالټي ته د کندوز د بې پولې ډاکترانو د روغتون د عکس په خاطر جایزه ورکړای شوه. په کندوز کې د بې سرحده ډاکترانو روغتون د امریکايي پوځیانو له لوري تېر کال بمباري شو. په دې عکس کې، چې د کال غوره عکس ګڼل شوی، د بمبارۍ په اثرد روغتون د منځ ورانۍ ښکاري.

= اجرايي رييس عبدالله عبدالله وايي، د المپیک په ملي کمېټه کې به اختلاف ژر حل شي.
ده د المپیک د کمېټې له غړیو او مشر سره په کتنه کې تاکید وکړ چې افغان لوبغاړي باید سپورت له سیاسته لیري کړي.
= د کابل په ختیځ کې له پوځي تعلیمي مرکزه زر تنه پوځیان فارغه شول. دا نوي فارغه شوي پوځیان به بېلابېلو ولایتونو ته د هیواد د دفاع لپاره واستول شي.
= د متحده عربي اماراتو په مرسته په کابل ښار کې د ۱۷۹ ملیون ډالرو په لګښت د ۳۳۳۰ اپارتمانونو پروژه پرانستل شوه.
= په مزارشریف کې نن /یکشنبه/ د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي. د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.
= په فاریاب کې د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغان امنیتي خواکونو په عملیاتو کې نژدې ۴۰ وسله وال طالبان او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.