تاند- ملګري ملتونه وايي، سږ کال له پاکستانه ۳۷۰ زره راجستر او ناراجستر شوي افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
په کابل کې د ملګروملتو د همږغۍ او بشرپالو چارو دفتر نن /یکشنبه/ د راستنو شویو افغان کډوالو د شمېرې د خپرولو په ترڅ کې وویل چې اکثره افغانان د جولای له میاشتې راوروسته خپل هیواد ته ګرځېدلي دي.
دا اداره وايي، یوازې تېره اوونۍ ۵۲ زره افغانان له پاکستانه افغانستان ته واوښتل. دا په دومره لنډ وخت کې له ۲۰۰۹ م کال را په دې خوا د کډوالو تر ټولو زیات شمېر دی چې افغانستان ته بېرته راځي.
ملګري ملتونه وايي، د پاکستان د حکومت له لوري پر مهاجرو د فشارونو زیاتېدا، د وېزې لازمي کېدا، د راجسترکارتونو د مودې لنډول، د پولیسو له لوري پر کډوالو د چاپو ډېرېدا، د مهاجرو نیونه او په زور له پاکستانه ایستل، د ژوند له اړتیاوو لکه روغتیا او تعلیم څخه د افغانانو محرومول او د کار د فرصتونو کموالی هغه عوامل دي چې افغان کډوال یې هڅولي چې خپل هیواد ته بېرته لاړ شي.
د ملګروملتو د همږغۍ او بشرپالو چارو ادارې وویل«تېره اوونۍ په متوسط ډول هره ورځ ۵۲۰۰ راجستر شوي او ۲۱۶۰ ناراجستر شوي کډوال له پاکستانه افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي. که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي د روان میلادي کال تر پایه به ۴ لکه ۴۶ زره نور راجستر او ناراجستر افغان کډوال خپل هیواد ته راشي.»
اندېښنه ده چې د هوا د سړېدو په صورت کې به راستانه شوي کډوال، چې لوی اکثریت یې سرپناه او د ژوند نورې اسانتیاوې نه لري، له سختیو او حتي بشري ناورین سره مخامخ شي.