راپور: محمد شفيق حريفال

الهدی ادبي بهير څلورمه ناسته د ميزان ‎پر شلمه نېټه په دارالهدی خصوصي موسيسه  کې ترسره ګړه. ناسته د حيات بېتاب پر تلاوت پيل او دويندويي چارې نوروز شاهين پر مخ بيولې.

دتېرې غونډې راپور منصور احمدزي ولوست. د معمول په څير ګډونوالو پر راپور خپل نظرونه څرګند کړل. تاج ولي راپور ځکه منظم او بې ستونزې وباله،چې ښاغلي اتل ليکلی و.

اتل مشواڼي وويل: د هر ليکوال پر راپور بايد کره کتنه وشي او په نظر څرګندولو کې بايد له چا وېره ونه شي د ده پر وينا د سبکونو تنوع او غوښتنې خامخا توپير لري. غونډې ته ځانګړې موضوع مشاهد مظفري راوړې وه. موضوع (( ریشه بهران ها کنونی جهان اسلام)) تر نامه لاندې پر پارسي ژبې وه، وروسته پر موضوع بېلا بېلو کډونوالو تود بحث او خبرې وکړې.

غلام محمد جلالزي د مسلمانانو شاتګ ته نغوته وکړه او لامل يې د مسلمانانو خپل منځي شخړېاو تعصب وباله. اتل مشواڼي د مسلمانو پر خلاف د ځينو دسيسو پر اړه معلومات ورکړل او موضوع يي دلا وضاحت لپاره له بېلابېلو  اړخو څخه وڅېړله. تاج ولي وحدتیار د کفارو د مخته تګ موضوع ياده کړه او پر وينا يې ځکه پرمختګ کړی ، چې د مسلمانانو له کتاب او قواعدو څخه يې ګټه پورته کړې ده.

د کره کتنې لپاره غزل تاج ولي وحدتیار راوړی و.د غزل پر بيتونو مختلفو ګډونوالو خپل نظرونه ورکړل.

اور به يې نه اخيست ما ايښی و انګار ونه کې

په ځمکه نه تلل جوړه کړې يې وه لار ونه کې

د لوږې توت مې خوړل مابه همت نه ورکاوو

 ته نه راتلې او بس ماکړه انتظار ونه کې

اتل مشواڼي لومړی بيت د غزل لپاره ښه پيل وباله،پر وينا يې بیت غوټه نه لري.لومړي بيت کې يې د «په» وييکي ته اشاره وکړه،چې پر ځای يې بايد د «پر» وييکی راغلی وای،همدا شان يې دويم بيت کې د «د» وييکی هم ناسم وباله،چې سم سر بل يې «له» دی.عيداګل زاهد د مفهوم له اړخه بيتونه خوندور وبلل،پر وينا يې له لومړي بيته کوټلې مانا نه اخيستل کيږي.شفيق حريفال او نعمت الله خاورين هم د بيتونو پر مانا وغږېدل ،چې دوی يې ماناوي اړخ خوندور وباله.د وحدتيار د غزل پاتې بيتونه پر دې ډول وو:

دوی ترقي کوله موږ ورپسې شاته کتل

ترښاره نه تلل دوی راوړی و ټول ښار ونه کې

په څه هنر مې تر دې ځايه پورې راوستلې

ځان غورځوی نه شې اونه کوې انکار ونه کې

پورته بيت باندې بېلابېلو ګډونوالو خپل اندونه وويل،ډېری پر دې اند وو،چې لومړي بيت کې د هيواد روان حالت او د ولس تنبلي ته نغوته شوې ده.اتل مشواڼي يې بيا پورته دويم بيت عشقي وباله او پر وينا يې ښې لفاظي نه پکې کار اخيستل شوی دی. عدنان الفت وېل،د دويم بيت مانوي اړخ له لومړي هغه سره چندان سر نه خوري.

داخوار هيواد مې د مرغۍ دهغې ځالي په څير

بچي په ځاله کې او پټ به و تور مار ونه کې

سهار راهیسې مې کمين نیولی ستا ديدن ته

چا ویل وبه غورځې څه کړې وحدتیار ونه کې

غلام محمد جلالزي په لومړي بيت کې راوړل شوی انځور خوندور وباله او پر وينا يې د هيواد اوسنی حالت پکې ښه انځور شوی.نوروز شاهين لومړي بيت کې راوړل شوې تشبېه ته اشاره وکړه،چې پر وينا يې د انځور په جوړولو کې کارنده تمامه شوې ده.وروستي بيت کې اتل مشواڼي د کمين کليمې ته اشاره وکړه،چې مانا يې له منفي هغې مثبتې ته اړولې:«کمين ډېر وخت دښمن ته نيول کيږي،خو دلته خپل يار ته نيول شوی دی،چې مثبت مفهوم لري،دې بيت کې طنز هم ځان ښکاره کوي.»

له کره کتني وروسته غونډه د ناستې وروستي پړاو ته ولاړه.د مشاعرې په برخه کې بېلا بېلو ګډونوالو او شاعرانو شعرونه وويل،په ترتیب سره سيد نثار سادات ، تاج ولي وحدتیار ، سمیع ساحل ، لقمان عادل ، عيداګل زاهد ، منصور ‌‌ذهين ، مسیح اظهار ، عدنان الفت ، محمد حامد لودین ، نعمت خاورین ، شفیق حریفال ، حمدالله دانش شعرونه وويل.

راتلونکې اوونۍ ته ادبي درس تاج ولي وحدتيار پر غاړه واخيست او د ځانګړې موضوع راوړلو ژمنه سيد نثار وکړه.

د غونډې پای کې اتل مشواڼي نظم وويل او مازيګر مال يې ناسته په دعا سره پای ته ورسوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *