هارون چحانسوري - د ولسمشر وبندوی

تاند- د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري نن /یکشنبه/ وویل، حکومت به د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لوېدو په اړه تحقیقات وکړي.

ښاغلي چخانسوري په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل«د کندوز د سقوط د علت په اړه به څېړنې وشي او هر څوک چې مسوول وپېژندل شو، سزا به ورکړای شي.»

د کندوز ډېری اوسېدونکي د خپل ولایت امنیه قوماندان د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د بیا لوېدو په خاطر ملامتوي او وايي چې تېر ځل هم د امنیه قوماندان نه موجودیت او غفلت د دغه ښار د سقوط سبب شوی و خو د ده پر ځای د کندوز والي ته د ملامتۍ ګوته ونیول شوه.

تېر کال د طالبانو لاس ته د کندوز له لوېدو وروسته یوه پلاوی څېړنې وکړې او د خپلو څېړنو په زڼا کې یې حکومت ته یو لړ وړاندیزونه وکړل.

د روان اکتوبر په درېمه /۱۳ ورځې وړاندې/ وسله والو طالبانو د کندوز ښار ډېرې برخې ونیولې او له ۹ ورځې جګړې او ورانیو وروسته ترې ووتل.

پر کندوز ښار د طالبانو د یرغل له کبله ۲۲ زره ښاریان ګاونډیو ولایتونو ته کډه شول چې لا هم یو شمېر یې په دې خاطر چې د لارې د کرایې وس نه لري یا د امنیت په اړه پوره ډاده نه دي، بېرته خپل ښار ته نه دي ورګرځېدلي.

د کندوز د جګړو له کبله په سلګونو ملکیان، طالبان او دولتي ځواکونه ووژل شول یا ټپیان شول.

د ښار اوسېدونکي وايي چې لا هم وسله وال طالبان د ښار په شاوخوا باغونو کې پټ دي او د بیا یرغل احتمال یې شته.

One thought on “چخانسوري: د کندوز د سقوط د علت په اړه څېړنه کېږي”
  1. څیړنو ته اړتیا نشته، هر څوک د نني افغانستان په ناکمو سیاستونو پوهیږي. قوماندان د یوې ډلې او والي د بلې ډلې، د حکمتېار سره سوله، د بروکسل کانفرانس او روس او منځنۍ اسیا د چا لپاره تهدیدول دغه یې علتونه دي. خو مظلوم افغانان پکې قرباني، بې کوره او در په در شول. تر کومه به خلکو ته دروغ وایی هر څوک پدې پوهیږي چې غوا توره ده او شیدې یې سپین دي. که ددې هیواد سیاست او ترکیب همداسې وي نو زه فکر کوم چې دا وړۍ والله کې شړۍ شي. په علت یې تاسې بې احساسه چارواکي ډير ښه پوهیږئ خو بس دی نور د خلکو سترګو کې خاورې مه اچوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *