تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د اروزګان په چارچینو ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه مهم پوځي مشر پر کاروان په بمبارۍ کې لږترلږه ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت نن /یکشنبه/ وویل دا برید په چارچینو ولسوالي کې د طالبانو د نظامي کمیسیون د مشر حاجي لالا پر کاروان وشو.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د دې یادونه نه ده شوې چې دا برید د افغانستان هوايي ځواکونو کړی او که د نړیوال ايتلاف هوايي ځواک.
له څه باندې یوې میاشتې راهیسي د اروزګان امنیتي وضعیت کړکېچن دی. طالبان هڅه کوي چې د هوا تر سړېدو مخکې د یوه جنوب لوېدیځ ولایت مرکز ونیسي او خپل امارت پکې اعلان کړي.
دې ډلې ډېر تمرکز په لشکرګاه او ترینکوټ کړی دی.
د حاجي لالا د وژل کېدا په اړه تراوسه پوري وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي خو که د نوموړي وژل کېدا تایید شي، دا به لومړی ځل وي چې له ملا دادالله وروسته د طالبانو د مشرتابه د کچې یو مهم غړی په افغانستان کې وژل کېږي.
د دې ډلې اکثره مشران په پاکستان کې یا د امریکايي الوتکو په بریدونو کې وژل شوي یا له افغانستان سره د تماس په شک پاکستان نیولي دي. یو شمېر نور په پاکستان کې په مرموز ډول ترور شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت همداراز ادعا کړې چې د هلمند په ګریشک او موسي کلا ولسوالیو کې لږترلږه ۴۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.