خاطره
موږ هم لکه ډېری نور مهاجرين، په هريپور کې د مهاجرينو په ۱۴ نمبر کمپ کې ميشت وو.
هغه مهال زه د دوست يواځينی خوريه وم، د شپږ، اووه کالو به وم، چې دوست راته بايسيکل زده کاوه، بايسيکل مې لږ څه زده کړی و؛ خو مخه مې ورته نشوه تاوولی، په سره غرمه کې يې راته بايسيکل په کرایه ونیوه، زه په بايسيکل سپور شوم او ده راپسې تر شا نيولی وو، له لږ ځنډ وروسته يې بايسيکل خوشې کړ، زه ښايسته مخته لاړم، چې ده راپسې د را تاو شه اواز وکړ. ما په لوی سړک بايسيکل راتاو کړ؛ خو د را تاوېدلو په وروستي وخت کې مې د يو بل بايسيکل والا په کانجوغه شاته ناست تن پښه ووهله او چپلکه يې ولوېدله او زه هم وغورځېدلم. په کانجوغه ناست ځوان، چې تر ما او دوست دواړو ډېر مشر وو خپلې چپلکې پسې را ښکته شو او د چپلکې د په پښو کولو پر مهال يې زه يوه قوي لغته ووهلم، هغه ته زه يواځې ښکارېدم او يا يې ښايي په دوست هم سترګې نه وې ډکې شوې، ځکه دا مهال هغه هم ايله د ديارلس، څوارلس کالو و.

دوست زما بې وسي او د د نګ لوړ ځوان نا سم چلند ونه شو زغملی او له لرې نه يې پرې رامنډه کړه، ځوان يې د سړک او هدېرې تر منځ يوې لويې کندې ته ګذار کړ، ما ويل که د سړي ملا يې ماته کړه؟ او سم دم يې سرته چپلکه په لاس ودرېده، ځوان د را پورته کېدو کوشش کاوه او ده له پاسه په دې سر، سر واهه، تر دې چې خلک راټول شوه، د ځوان بل ملګری چې بايسيکل يې چلاوه يو دنګ بريتو سړی وه هغه هم راغی؛ خو دوست ميدان پرېنښود او په خپل شهامت او ذکاوت يې په هغه سړي هم ومنله چې ملګری يې ملامت دی.
خلکو له کيسې اورېدلو او لېدلو وروسته کله دوست ته کتل او کله په کنده کې پروت ځوان ته.
دوست له هماغه مهاله د بې انصافو پر وړاندې د بې وسو ملګری و، د مبارزې جرئت يې درلود او چپ پاتې کېدل ورته ګناه ښکارېده او تر دې دمه په خپل دريځ ولاړ دی. د خولې او قلم له لارې يې د هيڅ زورواکي، زردار او قدرتمن پروا نه ده ساتلې او هميشه يې ورته لکه هنداره خپل اعمال مخې ته ايښي، ښو ته يې ښه او بدو ته يې ورته بد ويلي.
دوست د هيچا په حق کې بې انصافي نه کوي او هره کړنه يې جلا – جلا تلي، پرته له هر ډول منفي او مثبت تار پاللو يې په اړه روڼ قضاوت د ولس مخې ته ږدي.
دوست تر خپلو لیکنو ډېر عاطفي دی او دا عاطفه هيڅ پوله او سرحد نه پېژنې، له بشريت سره مينه لري او د بشريت په درد دردېږي او له هرې اوښکې سره يې اوښکې تويېږي؛ خو تر څنګ يې د دومره کلک دریځ خاوند دی، چې تر اوسه يې د هيڅ زورواکي معلوم او نامعلوم فشار ته سر نه دی ټيټ کړی او نه له خپل دريځه اوښتی.
د دوست قلمي مبارزه کټ مټ د الفت صاحب مبارزې ته ورته ده، (سيند په کوزه) کې ايساروي او بيا يې لوستونکو ته وړاندې کوي. يو جمله په لس ګونو بېنرونو ليکل شوې وه او د ښار په بېلا بېلو برخو کې ځړېدلې وه، دا جمله د کندوز په اړه وه؛ خو دا جمله د کندوزي په قلم نه وه ليکل شوې، دا جمله د دوست د زړه درد وه، چې د کندز د خلکو په حال يې کړی وه.
(کندوز د غنمو کندو دی، نن يې بچي له ولږې کړېږي. جګړې زموږ له خلکو نور څه غواړې؟ جګړه مارو! ارمان مو نه دی پوره؟)
په دې جمله کې د درد دومره انتها لېدل کېده او دومره لوړ پیغام په کې وه چې د دوست له زړه نه يې د هر کندزي زړه ته لار کړې وه او کندزيان يې اړ کړي وه، چې دا جمله په لويو، لويو بنرونو وليکي او د ښار په واټونو کې يې ولږوي.
په پای کې د لغمان د ژورنالستانو شورا له رهبري او غړو، اطلاعات او فرهنګ ريس او فرهنګيانو، مدني فعالانو او ځوانانو څخه يوه نړئ مننه کوم، چې د دې حقدار زړور او ناپېيلي قلموال ستاينغونډه يې جوړه کړې وه او د ده ښاغلی قدرداني يې کړې.
درنښت
صفي الله باران
د تخنیکي يون مشر
ولسي ملاتړ برنامه، کابل، افغانستان
سيمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره
۰۷۰۰۶۴۷۰۶۰/۰۷۹۴۰۳۰۹۶۳