د پوهنې وزارت
د پوهنې د وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي، په ملي شورا کې د خلکو د استازو، د پوهنې وزارت د مرستیالانو او یو شمېر نورو چارواکو لخوا د دولتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو د ساینسي او تخنیکي پروژو نندارتون د کابل ښار په غازي عالي لېسه کې پرانېستل شو.
په دې نندارتون کې چې درې ورځې به د لیدونکو پرمخ پرانېستی وي، د نجونو او هلکانو زده کوونکو په لاس جوړ شوي الکترونیکي او تخنیکي وسایل شامل دي.
د پوهنې وزیر ښاغلي ډاکټر اسدالله حنیف بلخي ددې نندارتون د پرانېستې پر مهال وویل:« په دې نندارتون کې ټولې ۴۸ بېلابېلې ساینسي او تخنیکي پروژې دي، چې د دولتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو علمي اختراعات او پنځونې پکې شاملې دي. دا اختراعات ښيي، چې زموږ ځوان نسل د استعداد او وړتیا خاوند دی او باید لا ډېرې اسانتیاوې او امکانات ورته برابر شي»
ښاغلي بلخي وویل، پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ورته پروژو د تمویل او امکاناتو برابرولو په موخه د پام وړ بودیجه ځانګړې کړي، څو مبتکر زده کوونکي وکولای شي د خپلو اختراعاتو لپاره د اړتیا وړ وسایل برابر کړي.
وروسته د کابل ښار د پوهنې رییس ډاکټر سعید منصور خبرې وکړې او د ورته نندارتونو جوړول یې د زده کوونکو د استعدادونو په پېژندلو کې مهم او اړین وګڼل.
 
 
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *