تاریخ: 25 میزان 1395
کابل افغانستان : د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تداماچي یاماموتو سره وکتل.
د هیواد اجرائیه رئیس په ننۍ لیدنه کي تر بروکسل کنفرانس وروسته د افغان حکومت پر پلانونو او له ملت سره پر سوو ژمنو باندي خبري وکړې.
هغه وویل، چي حکومت به د اصلاحاتو د جامع پروسې، په خاصه توګه د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره ځانګړې توجه کوي، څو دې برخه کي سوي ژمني پوره او اصلاحات رامنځ ته سي.
نوموړي زیاته کړه، چي د امنیت سمون، له فساد سره مبارزه، د کورنیو بې ځایه او بیا راستنېدونکو افغانانو لاس نیوی او د سولي په پروسه کي بالابود هڅي د حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي تداماچي یاماموتو په دې لیدنه کي د هیواد اجرائیه رئیس ته د بروکسل کنفرانس له خاطره مبارکي او زیاته یې کړه، چي هلته د نړیوالي ټولني تعهد پر افغانستان د اعتماد په معنا و.
هغه زیاته کړه، چي نړیوواله ټولنه به له دې وروسته هم د افغانستان د ملي یووالي د حکومت او خلکو ترمنځ درېږي او دا هیواد به یوازي نه پرېږې.
نوموړي همداراز یادونه وکړه، چي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو اړوندي ټولي مؤسسې، چي په بشري برخو کي کار کوي، د کورنیو بې ځایه سوو او بیا راستنېدونکو سره د افغان حکومت د پلانونو په چوکاټ کي هر اړخیزي همکارۍ ته ژمن دي.