لیکوالان: نجیب الله نورزی او هاشم وحدتیار

سرچینه: ډیپلوماټ مجله

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

له ګلبدین حکمتیار سره د سولې تړون د ولسمشر غني لپاره لاسته راوړنه ده خو ایا دا به د طالبانو ذهنیت ته تغیر ورکړي؟

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ له څو میاشتو پر له پسې خبرو اترو وروسته بالاخره تیره میاشت د دغه ګوند مشر د سولې په اړه ترتیب شوې موافقه له یو نامعلوم ځای څخه د ویډیو کنفرانس په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره لاسلیک کړه، دې اقدام ته د عوامو له لوري ګډ غبرګونونه وښودل شول ځيني يې د دغه تړون سخت خلاف و، دوي حکمتیار ته د کابل د قصاب نوم ورکړ ځکه نوموړی د کورنیو جګړو پر مهال زرګونه افغانان وژلي و خو پر همدې مهال نورو بیا خوښي ښودله حکمتیار ته یې د سولي اتل ووایه او ولسمشر غني يې پدې وستایه چې هغه څه یې تر لاسه کړل چې مخکینی ولسمشر یې په تر لاسه کولو نه و توانیدلی.

د ګلبدین حکمتیار د بدنامه ماضي سره بیا هم نړیوالې ټولنې د دغې موافقې له امله خوښي وښوده، په بروکسل کې د افغانستان په اړه په جوړ شوي وروستی کنفرانس کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل د افغان حکومت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې وروستۍ تړون د طالبانو لپاره هم د بیرته پخلایني بیلګه دی، او باید دغې بیلګې ته په کتو دوي هم د افغانستان د کړکیچ د ښه حل لپاره لاره ولټوي.

که څه هم دا معلومه ده چې  د ګلبدین حکمتیار راتګ نشي کولی جګړه ځپلي هیواد ته سوله راولی ځکه په وروستیو کلونو کې حزب اسلامي د افغان حکومت پر ضد د جګړه کوونکو ډلو په لیکه کې لومړی ځای نه درلود، او د دې برعکس طالبان چې د وسله والو مخالفینو لویه کتله تشکیلوی لا هم په پوره ځواک سره د هیواد په بیلابیلو برخو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي، خو د سولې دا معامله کولی شي د حزب اسلامي پاشلي ډلې سره متحدې کړې او بیرته یې هغه حالت ته وګرځوي چې په ماضي کې د ګلبدین حکتمیار په مشرۍ خپل وخت پیاوړې سیاسي او نظامي ډله شمیرل کیده او د شوروي اتحاد په ماته او کورنیو جګړو کې يې د پام وړ رول درلود. د طالبانو په پرتله د حزب اسلامي یو د ځواک ټکی داده چې دغه ډله په حکومت دننه او افغان پارلمان کې غړي لري او حکمتیار ممکن د دوي له قوت او امکاناتو څخه کار واخلي تر څو په راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې د ده حزب اسلامي په سیاسي لحاظ بریالی موقف ولري.

له بل لوري کیدای شي طالبان هم په راتلونکې کې په سیاسي لحاظ د حزب اسلامي د بریاو د مخنیوي لپاره د خبرو په اړه د خپل کلک دریځ په اړه غور وکړي او امکان لري چې له افغان حکومت سره خبرې اترې پیل کړي، ځکه د سولې وروستۍ تړون د جګړې په کرښو کې د طالب قوماندانو ( چې له وړاندي لا د دوي د مخکیني مشر ملا اختر منصور د وژل کیدو سره یې زړونه اچولي) پر روحیه اغیز کړی، ځکه نو ممکن طالب مشران د وحشتناکه جګړې د دوام تر څنګ له افغان حکومت سره د جوړجاړي د مناسب وخت او لاري په اړه هم فکر وکړي او له قوي موقف سره پکې برخه واخلي، داسي راپورونه شته چې پکې ویل کیږي د ملامحمد عمر زوي ملا یعقوب په دې وروستیو کې قطر ته تللی تر څو د دوحې دفتر له طالب مشرانو سره د حزب اسلامي د وروستۍ سولې په اړه خبرې وکړي.

حزب اسلامي او طالبانو یو شان هدف درلود، دوي دواړه د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد جګړه کوله او په عین حال کې يې له حکومت سره د یو بل خبرې او جوړجاړی څاره، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانیستې ګلبدین حکمتیار یواځي کړ او پدې فکر کې شو چې څنګه له افغان حکومت سره خبرې اترې پيل کړي؟ همدا شان کیدای شي د حزب اسلامي وروستۍ تړون پر طالبانو بالمثل تاثیر ولري او له حکومت سره د سولې د خبرو د بیا پیل او خونړي بغاوت د پای ته رسولو په اړه فکر وکړی.

د حزب اسلامي سره معامله ګټې او تاوانونه دواړه لري، د افغان حکومت لپاره دا ستره بریا ده چې د بروکسل تر کنفرانس مخکې وتوانید د سولې پروسه په بریالي توګه پای ته ورسوی، حزب اسلامي رضایت ښودلی چې له بغاوته به لاس اخلي، له القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي شبکو سره به اړیکي غوڅوي او په یو نه یو ډول به دا کارونه په افغانستان کې تاوتریخوالی را کم کړي، له دې سره د توافق نامې په امضا سره دا ثابته شوه چې افغان حکومت دا اراده لري چې د بهرنیو منځګړو له مداخلې پرته له وسله والو مخالفینو سره جوړجاړي ته ورسیږي او پدې توګه د حکومت قانوني توب لا هم پیاوړی شو.

د دې ترڅنګ د سولې تړون افغان حکومت ته د دې فرصت ورکوي چې د حزب اسلامي جنګیالي بې وسلې کړي او دغه ډله له نظامي مخالفینو په سیاسي مخالفینو بدله واړوي، خو د حکومت اوسنیو وړتیاو ته په کتو دا به سخته وي چې د حزب اسلامي کسان په سم ډول بې وسلې شي پداسي حال کې چې راپورونه وايي د یو شمیر سیاسي ډلو لکه جمیعت اسلامي، جنبش ملي، اتحاد اسلامي او حزب وحدت غړي لا هم مسلح دي، دوي خو یا د ډي ډي ار په بهیر کې سم نه دي بې وسلې شوي او یا په را وروسته کلونو کې بیرته وسله وال شوي، ځکه نو د بیا ځلې بې وسلې کولو پروسه پیسو او وړتیا ته ضرورت لري چې افغان حکومت یې نلري، پدې توګه که حکمتیار د خپلو مسلحو کسانو په ملاتړ چې په بیلابیلو ولایتونو کې يې لري د سیاست صحنې ته داخل شي نو دا به کیدای شي د حزب اسلامی او نورو پیاوړو ډلو تر منځ د قدرت د ترلاسه کولو پر سرشخړې را وپاروي او په راتلونکی کې به د هیواد یو شمېر سیمې بې ثباته شي.

پداسي حال کې چې له وړاندي لا د حکومت په دننه کې د ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله پلویان د مهمو دولتي څوکیو د تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي، د سولې معامله به د دوي تر منځ کړکیچونه لا زیات کړي ځکه په ۲۰۱۴ کې د جان کیري له لوري د یوې معاملې په ترڅ کې حکومت د دوي تر منځ وویشل شو او اوس باید د حزب اسلامي کسان هم پدغه حکومت کې ور ګډ شي.

د مصلحتونو په ترڅ کې د حکومت د مهمو څوکیو وېش به د حکومت موثریت تر سوال لاندي راولي، نه موثریت وړاندي لا له دوو کلونو راهیسي د نړیوالې ټولنې د غوښتنو چې د اصلاحاتو په برخه کې يې لري عمده ننګونه ده. د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالې ټولنې په راتلونکو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د پرمختیايي پروژو د تطبیق لپاره د  15.2  میلیارډه ډالرو ژمنه وکړه خو د ورکړې لپاره شرطونه لري ځکه نو حکومت اړ دی چې د ژمنه شویو پیسو د تر لاسه کولو لپاره تکړه کارکونکی او د اصلاحاتو پلوي چارواکي ولری.

د سولې د تړون په اړه یوه بله انديښنه کیدای شي داوي چې د حزب اسلامي هغه غړي چې له زندانونو خوشي کیږي اونومونه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه ایستل کیږي د سولې توافق لیک ته څومره ژمن دي؟ د دې لپاره چې په هیواد کې ثبات راشي ولسمشر غني حکمتیار ته د سولې لاس ور غځولی او غواړي له طالبانو سره هم همداسي لاره خپله کړي خو هغه وخت که دوي جګړې ته د پای ټکی کښیږدي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

2 thoughts on “ایا له ګلبدین حکمتیار سره روغه به افغانستان کې سوله راولي؟”
  1. ګوری ، مسؤلیت او عدالت دا دی چه دنورو مغرضو ډلو له عینکو چاته ونه کتل شی چه دا ګمراهی نوره هم زیاتوی او کیدای شی مظلوم ، ظالم وګرځول شی.
    ۱۵ کاله جنګ کافی معلومات ندی ،دا دیته پاتی کیږی لکه چی چا له چرسی پوښتنه وکړه ، قرآنکریم کی دی څه خوښیږی؟
    چرسی وویل : ولا تقربوا الصلوة……… .
    چه دا د بی نمازانو د ذوق خبره ده ، صرف هغه ټکی را اخلی چه ددوی خوښیږی
    خو اهل تحقیق او مصلحین وایی چه: طالب او حزب د بن مبتکرینو قصدا له حکومت بهر پریښودل او جګړه ورباندی تحمیل شوه ، چه دا یی یو مثال دی.
    بله دا چه دا ټول مسلمانان او افغانان دی، باید یوملت او یو حکومت جوړ کړو ،اختلافات باید د خبرو له لاری د قرآنی لارښوونی سره سم حل شی چه فرمایی : فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر…
    اسلام هر مشکل ته،حل لری خو باید حق د حکم یی ومنل شی ورنه معنای داده چه موږ مشکل نه حلوو،بلکه فسق ،ظلم او کفر ته چانس زیتوو

  2. ښاغلی اشرف غنی د حزب سره دسولی لاسلیک په کامیابه او ځلانده ډول سره سرته ورسولو، همداسی به ښاغلی اشرف غنی د طالیبانو سره هم دسولی لاسلیک په عملی ډول سره سرته ورسوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *