تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن /دوشنبه/ سعودي عربستان ته ځي.
له ښاغلي عبدالله سره به په دې سفر کې د څو وزیرانو ترڅنګ تر شلو زیات سوداګر هم مله وي.
اجرايي ريييس به له سعودي چارواکو سره په دغه هیواد کې د افغان کارګرو، انرژۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړي. دی وروسته په پام کې لري چې باکستان هم لاړ شي.
په سعودي عربستان کې د افغان کارګرو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې اکثره په پاکستاني پاسپورټونو دغه هیواد ته تللي او اوس په سعودي کې د پاکستان سفارت او کونسلګرۍ د دوی پاسپورټونه نه تمدیدوي او له بلې خوا خپل هیواد ته بې وېزې او اسانه سفر نه شي کولی.
تر دې مخکې ولسمشر غني له سعودي عربستانه غوښتي و چې په افغانستان کې د راستنېدونکو افغان کډوالو له ځای پر ځای کېدو سره مرسته وکړي.
څرګنده نه ده چې له سعودي چارواکو سره د عبدالله د خبرو په اجنډا کې دا مسله شامله ده او که نه ده خو ویل شوي چې دی به له سعودي چارواکو وغواړي چې افغانانو ته د سعودي عربستان په پوهنتونونو کې سکالرشیپونه ورکړي.
د سعودي عربستان اقتصاد د یمن د جګړې او په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیې د ټیتېدو له کبله صدمه لیدلې او له همدې کبله یې د ریاضت یا سپما پالیسي غوره کړې ده.
دغه هیواد موافقه کړې چې په ننګرهار کې په نژدې ۵۰۰ ملیون ډالره یو ستر اسلامي پوهنتون جوړ کړي.