باب ډیلن

باب ډېلن Bob Dylan  چې لومړنی نوم یې Robert Allen Zimmermanو.په ۱۹۴۱ زېږدي کال د مې په ۲۴ مه نېټه د امريکا په ميني سوټا ايالت کې زېږېدلی دی. باب سندرغاړی، شاعر، ليکوال او کمپوزر دی د امريکا د بومي موسيقي مشهور څېره  او  په دې محلي موسيقي کې د ځانګړي سبک (Folk Rock)  څښتن دی.

ځينو سندرو او شعرونو  یېپه  امريکا کې د ۱۹۶۰ مې لسيزې د ټولنيزو خوځښتونو په چټکولو کې مهمه ونډه درلوده. د زياترو سندرو موضوع يې له جنګ او توکم پالنې څخه تېښته، سوله او له يو بل سره په ورورګلوي کې اوسېدل و. نوموړي په ۱۹۶۳ کې د توکم پالنې پرضد په هغو لاريونونو کې فعال  ګډون درلود چې د مارټين لوترکېنګ او نورو کسانو له خوا رهبري کېدل؛باب بهپه دې لاريونونو کې د نژادي تبعيض، جنګجګړواو بې عدالتيو پر ضد سندرې ویلې.

په نوې ځواني کې له خپلې پلرنۍ سيمې څخه ولاړ او ددې لپاره چې له خپلې سيمې او تېر ژوند سره (د ځينو ستونزو او ملحوظاتو له امله) يې بېخي اړيکه پرې شي ،خپل نوم یې  بدل کړ او داسې ويل کېږي چې نوی نوم یې (باب ډېلن) د برتانيا د وېلز د سيمې دمشهور شاعر باب ټوماس له نوم څخه اخيستی دی.

په لس کلنۍ کې يې دګيتار زده کړه پیل کړه.  بيا یې  د ميني سوټا ايالت په پوهنتون کې  داخله واخيسته، خو يوازې شپږ مياشتې یې زده کړې وکړې، پوهنتون یې پرېښود؛ خپله په دې اړه وايي: د شپې به مو تر سهاره سازونه کول او سندرې به مو ویلې … سهار به ويده کېدو او د درس ويلو لپاره مو وخت نه درلود.  د خپل وړکوالي په اړه ډېرې خبرې نه کوي او نه غواړې د هغه وخت په اړه وغږېږي، دی وايي: هېڅکله مې په ياد نه دي چې يو کوچنی ماشوم وم، داسې فکر کوم لکه يو بل څوک چې ماشوم و. د هغه وخت بېخي بېخي کمې پېښې مې په زړه دي.

خو دا معلومه ده چې له وړکوالي څخه یې له موسيقي سره شوق و، د هنک ويليمزHank Williams ، جيمي راجرز Jimmie Rodgersاو ايلويس پرېسلي Elvis Presley سندرې به يې اورېدې ، دخپلې سيمې نورو فولکوريکو سندرو ته به نڅېده او په مينه به ورته غوږ وو ، همدا سندرې وې چې په باب کې یې غځونې وکړې او خپله موسيقي یې هم د همدې سندرو په پله وربرابره کړه.

د باب  لومړنی البوم د ۱۹۶2 زېږدي کال د مارچ په نولسمهد کولمبيا ريکارډز لخوا د ده په نامه Bob Dylan خپور شو؛ په دې البوم کې له ۱۳ سندرو څخه ۲ سندرې، شعرونه او کمپوز دده خپل و، چې د خپرونکې کمپنۍ په وينا یې چې چندان خرڅلاو یې نه درلود.

يو کال وروسته باب د سوز روټولوSuze Rotolo په نامه له يوې جينکۍ سره چې ايټالوي اصله امريکايۍ وه، اشنا شو، چې دری څلورکاله سره ملګري وو، له باب سره یې د سندرو په بل البوم The Freewheelinکې ډېره مرسته وکړه.ددې البوم د ځينو سندرو سرليکونه داسې وو: Girl from the North Country”, “Masters of War“, “A Hard Rain’s a-Gonna Fall” “Don’t Think Twice, It’s All Right“..

د ۱۹۶۳ زېږدي کال په اوړي کې له جون بېز Joan Baez نومې سندرغاړې سره ملګری شو، دې جينکۍ له سندرو سره، سره ډېر خوږ ګيتار هم غږاوه. خپله باب یې په اړه وايي : کله چې به مې بېز په تلویزيون کتله چې ګيتار غږوي نو له ځان سره به مې ویل چې دا جينکۍبايد له يوه داسې سندرغاړي سره ګيتار وغږوي لکه زه.

دا (پاسنۍ) سندرې تر پنځوس ملیونه او ۵ لکه ډېرو خلکو په یوټیوب کې کتلي دي.

جون بېزد ۱۹۶۸ کال په ډسمبر کې دAny Day Now (Joan Baez album))په نامه د سندرو البوم خپور کړ چې دباب ډېلن ‌ سندرې یې پکې دويم ځلي ويلې وې. باب ددې په اړه د Diamond&Rust په نامه سندره په ۱۹۷۴ زېږدي کال کې وليکله او په ۱۹۷۵ زېږدي کال کې یې خپره کړه چې د  دواړو د مينې او اړيکې خواږه پکې پټ وو.

باب په ۱۹۶۵ زېږدي کال کې خپل پنځم البوم  د Bringing It All Back Home په نامه خپور کړ، چې د موسيقي ځينې الې یې برېښنايي وي(په برېښنا یې کار کاوه.)

له دې سرهيې سوکه،سوکه د فولکلوري سندرو سره راک ميوزيک ګډ کړ، او په تونده او ترخه  ژبه به یې په سندرو کې  نيوکې او اعتراضونه کول، د جنګ ضد سندرې به یې ويلې او د بشري حقونو د رعايت او منلو په اړه به یې ستر،ستر کنسرتونه کول، چې د هغه وخت د خلکو ارمان او غوښتنه وه. په دې برخه کې ډېرې مشهورې يې Blowin’ In The Wind, Masters Of War, A Hard Rain’s A-Gonna Fall… دي.

له دې البومونو څخه وروسته یې په شعرونو او سندرو کې په موضوعي لحاظ بدلون راوړ او سبک يې مينه ييز او عشقي ته واړاوه. په ۱۹۶۵ زېږدي کال کې یې برېښنايي ګيتار په سندرو کې وکاراوه، خلک یې ترې خپه شول، خو وروسته يې بيرته په سندريز جادوراخپل کړل.  په خپل وخت کې یې  د سندريزو سبکونو تر منځ هغه دېوال مات کړ(په نويو برېښنايي الو، له نوې موسيقي سره بومي او فولکلوريکې سندرې زمزمه کول،او همدارنګه په فولکلوريکو سازونو کې نوې هيلې او ارمانونه سندره کول.) خلکو په هغه وخت کې نوموړی له فولکوريکو سندرو څخه اوښتی وباله.هغه البومونه يې چې په برېښنايي ګيتار غږولو کې ثبت کړل Blonde On BlondeاوHighway 61 Revisited وو . چې په (راک موزيک او فولک راک موزيک ) هنري ژانر کې ويل شوي وو.په۱۹۶۷کال کې یې بل البوم د John Wesley Harding په نامه خپور کړ چې له برېښنايي ګيتار څخه یې پکې استفاده نه وکړې او د شعرونو موضوع یې هم  تر ډېره مذهبي وه. په اويايمه لسيزه کې یې نور  البومونه Slow Train Comingاو Saved هم خپاره کړل چې ددېسندرو موضوعي اړخ همتر ډېره مذهبي وو.

ځينې نور البومونه يې په لاندې ډول دي:

Shot of love (1981),Biograph(1985) ,Oh Mercy(1989),World gone wrong(1993),Time out of Mind(1997),Love and theft (2001),Modern Time(2006),Together thought life(2009),Shadows in the Night(2015)

وروستی البوم یې Fallen Angels چې په ۲۰۱۶ کې خپور شوی دی.

باب د موسيقي په برخه کې ۵۴ کلنه کاري تجربه لري؛ تر اوسه یې ۳۷ سټوډيويي البومونه،۵۸ ځانګړي البومونه،۱۱ په ژوندۍ بڼه خپاره شوي البومونه جوړ کړي دي او له نورو هنرمندانو سره یې په همکاري هم د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې کنسرټونه اجرا کړي دي. دهنر او موسيقي په برخه کې يې ډېرې سيمه ييزې او نړيوالې جايزې ګټلې دي.او  نړۍ په بېلابېلو برخو کې، په بېلابېلو ژبو د باب شعرونه او هغه سندرې چې يوځل ده ويلې وې بيا نورو سندرغاړو تکرار کړې دي. چې All Along the Watchtowerسندره چېجيمي هېنډريکس بيا ويلې ډېره مشهوره ده.د هغو هنرمندانو شمېر تر ۲۰۰۰ پورې رسېږي، چې دده سندرې یې بيا ويلې دي.د سندرو البومونه یې تر ۵۸ ميليونه څخه ډېر پلورل شوي دي.

باب ډېلن د امريکا په معاصر موسيقي کې يو د ستر نوم درلودونکی او اغېزلرونکی شخص دی. مشهور سندره یې Like a Rolling Stone د رولينګ سټون د مجلې لخوا د ټولې زمانې د تر ټولو غوره سندرې په توګه ټاکل شوې ده.

نوموړی د خپلو پُرمفهومه سندرو له امله څو ،څو ځلې د نوبل د ادبياتو جايزې ته کانديد شوی و، چې بالاخره یې دادی وګټله. تر دې پخوا یې ډېرې جايزې:گرمي جایزه(Grammy Awards) دولس ځلې ، ګولډن ګلوب ، او اوسکار نړيوالې جايزې ګټلې وې. او په ۱۹۹۹ زېږدي کال کې د ټايمز مجلې لخوا د شلمې پېږۍ په ۱۰۰ اغېز لرونکو کسانو کې راغی. په ۲۰۰۴ زېږدي کال کې د رولينګ سټون مجلې کې د ټول تاريخ په ښو هنرمندانو کې دويم مقام وګاټه. په ۲۰۱۲ زېږدي کال کې یې د امريکا د ازادي مډال هم له سپينې ماڼۍ څخه ګټلی و.

باب په ۱۹۷۳ زېږدي کال کې د Pat Garrett And Billy The Kid فلم لپاره د موسيقي کمپوز کړه،او په همدې فلم کې په کوچني نقش لوبولو سره سينما ته داخل شو، ددې فلم مشهور سندره Knockin’ on Heaven’s Doorدده وه، چې ډېر اورېدونکي يې درلودل. په ۱۹۷۸ زېږدي کال کې Renaldo&Clara فلم د باب په ډايرکټري باندې جوړ شو.

باب ډېلن سره له دې چې ، شاعر، سندرغاړی ،د سندرو کمپوزر او لیکوال دی، په ډيزاين او انځورګري کې هم تر چا کم نه دی ،مشهور اثر یې چې د خپلې انځورګري هنريې پکې ښودلی و Drawn Blankنومېږي چې په ۱۹۹۴ زېږدي کال رانډم هاوس خپور کړ. دده ځينې نور د انځورګري اثار په ۲۰۰۷ زېږدي کال کې په جرمني کې د مشهور انځورګرانو  لکه پابلو پيکاسو سره په يوه کتار کې نندارې ته وړاندې شول.

همدارنګه د باب ډېلن په ژوند باندې څو فلمونه او ډاکومينټريانې هم جوړې شوې دي:

Don’t Look Back ډاکومينټری فلم چې D.A Pennebaker جوړه کړې ده ، د باب ډېلن د برتانيا پرهغه سفر راڅرخي، چې په ۱۹۶۵ زېږدي کال کې یې ترسره کړی و  په دې ډاکومينټري کېجون بېز له دوو نورو مېرمنو سره ليدلي شئ.

Eat The Document يوه بل ډاکومينټري فلم دی ، چې باب، پنبکر او هوارډ جوړ کړی دی ، او اروپا ته د نوموړي د ۱۹۶۶د سفر په اړه ده ، دا ډاکومينټري فلم په ۱۹۷۲ کې خپور شوی دی.

I’m Not There فلم چې د ټوډ هېنز په ډايرکټري جوړ شوی دی د باب بيوګرافي ده، چې پکې شپږ فلمي لوبغاړي  دباب د ژوند په شپږو بېلابېلو دورو مختلف نقشونه ادا کړي دي ددې فلم ميوزيک ورته باب ډېلن په خپله جوړ کړی دی..

کور ته لاره نشته (No Direction Home) هغه بل فلم دی ،چې په ۲۰۰۵ کې د د باب ډېلن په ژوند جوړ شوی دی او مارټين سکارسيز یې ډايريکټر و، ددې فلم د ميوزيک کمپوز هم باب ډېلن کړی دی.

د نوبل جایزه ددې لپاره ورکړل شوه چې (د امريکا په بومي او سنتي شعر کې نوي شاعرانه تعبيرونه وپنځول.)او په دې اړه یې۵۴ کال نه ستړېدونکي هنري کارونه او ډېر نوښتونه رامنځ ته کړي دي.

د نوبل جايزې مسوولينو چې کله باب د جايزې ګټونکی اعلاناوه،ددې کومېټې څخه  سارا ډانيوس وويل: که څوک د باب ډېلن په اړه معلومات نه لري، دده البوم Blonde on Blonde دې واوري؛ په دې البوم کې يو خارق العاده عالي سبک ، د شعرونو روښانه قافيې،  د ترجيع بندونو سره يو له بله په ماهرانه ډول اوبدلاو دده روښانه فکر معلومولی شئ.

دوی زياته کړه:  هيله ده چې په دې ټاکنې سره د سويډن د علومو اکاډمي تر نيوکې لاندې ونه نيسئ، باب د انګرېزي شعر يو ستر معاصر شاعر دی.

د باب سندرې یې د لرغوني يوناني شاعر هومر او سافو سره پرتله کړې ، ځکه چې هغو هم هغه شاعرانه متنونه زمزمه کول چې د صحنې پر مخ اجرا شي او همدا خبره د  بابډېلن په باره کې هم صدق کوي، موږ اوس هم د هومر(ايلياد او اوديسې) او د سوفو اثارلولو او له هغو څخه خوند اخلو،نو دده له اثارو (شعرونو او سندرو) څخههم ښه خوند اخيستی شو

ياده دې وي چېد ادبياتو په برخه کې د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکی د سويډن د علومو اکاډمي ۱۸ کسيزه ډله ټاکي او تر پايه پورې له دې ډلې ماسوا هېچا ته هم نه وي معلومه چې څوک به جايزه ګټي.

له ۱۹۰۱ زېږدي کال څخه چې د نوبل د ادبياتو جايزه هرکال وېشل کېږي تر اوسه ۱۰۹ کسانو ته ورکړل شوې ده چې ۱۴ جايزې یې مېرمنو ګټلې دي.

باب ډېلن له ټوني موريسن وروسته چې په ۱۹۹۳ زېږدي کال کې يې جايزه ګټلې، لومړنی امريکايي دی، چې د ادبياتو په برخه کې جايزه ګټي.د نوبل د نورو جايزو لکه: طب، فزيک ، کيميا او سولې په پرتله د ادبياتو جايزه ډېره کمه دوو کسانو په ګډه ګټلې ده  (هغه هم په ټول تاريخ کې ۴ ځلې)

تر ټولو ځوان ليکوال چې دا جايزه یې ګټلې ده برتانوی ليکوال روډيارډ کيپلېنګ  دی چې په ۴۱ کلنۍ کې یې دا جايزه ګټلې او تر ټولو زوړ ليکوال چې دا جايزه یې ګټلې برتانوۍ ډوريس ليسينګ وه، چې په ۲۰۰۷ زېږدي کال کې یې د ۸۸ کلونو په عمر دا جايزه وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *