مجید ژړاند-
د تلې میاشتې په څلورويشتمه نېټه کليوال ملګري ټولنې اونيزه ۹۶مه غونډه وکړه، نظامت چارې اجمل بلهار جلالزي پر غاړه وې.
  د قران پاک  تلاوت لپاره قاضي حبیب الله حبیبي دريځ ته وبلل شو.
 له اجنډا سره د تېرې اونيزې  ناستې راپور مجيد ژړاند د غونډې برخه والو ته وړاندې کړل ، لس دقيقې په راپور ازاد بحث وشو، جميل وقار وويل « راپور کې ځينې تېروتنې شتون لري، چې  په راتلونکې ورته جدي پام وشي،  انعام الله ګوهر ستېج ته وبلل شول، چې باید انعام الله ګوهر ستېج ته وبلل شو.
د ګوهر په خبرو په يوه برخه کې راغلي و، باید د ګوهر خبرې تفصيلي راغلې وای، همدرانګه د ښاغلي سکندر او نورو ويناوالو  خبرې په ډېر لنډون را اخيستل شوې دي، چې باید د ويناوالو په خبرو  باید ډېر تمرکز شوی وای.
همدارنګه عکسونه هم  د ويناوو په تسلسل يو په بل پسې خپاره شي.»
قدرت الله نرميوال هم  په راپور د نيوکې تر څنګ وویل، چې د ټولنې په فعاليتو محمد عارف خبرې وکړې، نو باید د عارف نوري په خبرو تمرکز شوی وای، چې توجه ورته شوې نه ده، په راتلونکې کې باید دې برخې ته  ځانګړې توجه وشي.
  مجيد ژړاند د غونډې له برخه والو مننه وکړه، چې د راپور نيمګړتياوې يې په ګوته  کړې او ژمنه يې دا وه چې په راتلونکې کې به به راپور ته ډېر پام کوي. 
په راپور له بحث کولو وروسته له اجنډا سره سم  مزمل هوتک د يون ليک په اړه خپل لکچر وړاندې کړ،  نوموړي د سفرنامې په مخينه خبرې وکړې.

«
په منځنیو پېړیو کې چې غربي نړۍ د انحطاط پېړۍ وې کیسې یا ناولونه دود شول خو اکثره به د دېوانو، ښاپېریو او خیالي اتلانو د ژوند لوړې ژورې وې چې په منظوم ډول به ویل کېدې.
کله چې په دیارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کې کې په غربي اروپا کې تجارت او د کیښتۍ چلولو هنر وده وکړه.، د خلکو سترګې پر نور نړۍ ولګېدې اړ د کلیسا د بې بدیله قدرت ماڼۍ درزونه وکړل نو په ادبیاتو کې هم بدلون راغی.د سفرونو او سفر کوونکو له ډېرېدو سره سفرنامې هم ډېرې شوې او د رومان یا ناول سره په سیالۍ کې راغلې.د دغو سفرنامو له برکته د نړۍ د نورو سیمو او خلکو په اړه د اروپایانو مالومات هم زیات شول. د عنعنوي، نیمه خیالي روایاتو په نسبت د واقعیتونو د تمثیل تله درنه شوه او ورسره په عملي او تجربي علومو کې هم بې ساري پرمختګ وشو.»
هوتک د خپل لکچر په دوام په پښتو ادب کې لومړنۍ سفرنامې په اړه هم تفصيلي خبرې وکړې«په پښتو ادب کې د سفر نامو تاریخ عموماً تر خوشال خټک پورې رسول کېږي. خوشال د خپلو نیول کېدلو او بندي کېدلو جریان په یو ترکیب بند کې منظوم کړی دی او سوات نامه یېوليکله چې د پښتو سفرنامو لومړنۍ هڅې بلل کېږي، خو په ریښتیني ډول د پښتو ادب دغه صنف په شلمه پېړۍ کې وغوړېد او په وروستیو دریو لسیزو کې یې د پښتو ادبیاتو په ډګر کې خپل څای تثبیت کړ.
که د شلمې پېړۍ په لومړۍ برخه کې سفرنامې، د علمي او سیاسي سفرونو د یادښت په توګه، په دې موخه لیکل کېدلې چې د پښتنو کورونو او ذهنونو ته د نورې نړۍ ژوندي انځورونه ورسېږي د همدې پېړۍ په وروستیو کلونو کې په مشخص ډول د دغه نوي ادبي صنف د ذاتي پرمختګ له پاره یو شمېر منل شویو لیکوالو د سفرنامو لیکلو ته مخه کړه.
دغه پديده (په شعوري ډول، په پراخه پیمانه د یو نوي فرهنګي تولید دوېدل) د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې نوې خبره نه ده.
د شپاړسمې او اوه لسمې پېړۍ په اوږدو کې پښتنو لیکوالو د پارسي ادبیاتو څو سوه کلنې تجربې په څو لسیزو کې سره راونغښتلې او خپلې یې کړې. دې کار په لنډ وخت کې د پښتو ادب لمن داسې وغوړوله چې د سیمې په خورا ارزښتناکو ادبیاتو کې وشمېرل شو خو په همدې ترڅ کې د پښتنو لیکوالو پام د خپل ځایي ادب له ځانګړتیاوو څخه په بل لور واووښت. تر دې چې په شلمه پېړۍ کې زموږ ادب پوهانو د پښتو ادبیات په دوو بېلابېلو کورنیو (ولسي ادب – «رسمي» ادب) ووېشل.»
نوموړي د سفرنامې د ليکلو په موخه او هدف وغږېدل، چې په خبره يې خلک د يوې او بلې سيمې له دودونو رواجونو او کلتور څخه خبرېږي.

«
د نولسمې پېړۍ پای او د شلمې پېړۍ پیل یوه بله داسې دوره ده چې پښتانه ادیبان په ګاونډیو ژبو د نړۍوال ادب د ترجمو له لارې د یوې نوې تخلیقي تجربې ډګر ته ننوتل؛ هم په نثر او هم په نظم کې یې نوې او ګټورې تجربې وکړې.
د شلمې پېړۍ د پای کلونو او د خونړیو جنګونوناخوالو بیا عملاً افغانان په ډرامایي ډول له سفرونواو مهاجرتونو سره مخ کړل. د غم لړلو مهاجرتونو یوه ګټه دا شوه چې افغاني ادب د نورې نړۍ له ادب سره نېغ په نېغه مواجه شو.
که څه هم پښتو ادب او پښتانه ادیبان لا اوس هم د ګاونډیو ژبو تر درانه پور لاندې دي خو د نورې، وېړې، لېرې پرتې  نړۍ تجربې هم ورته بېخي ناشنا نه نه دي او د پښتو ادب کرونده – لا هم په نسبتاً محدود انداز کې – نوي ګلان راټوکوي. دا چې په دغو ګلانو کې کوم د کوکنارو ګل دی چې ښکلا یې په زهرو لړلې، دا خبره به وروسته سپینېږي خو اوس د تجربو وخت دی، پښتانه لیکوال باید و هڅول شي چې پرته له کوم ډار او تشویش څخه نوې لارې پرانیزي او نوي افقونه و ځيري.
سفرنامه هغه متن دی چې لیکوال په کې هغه څه بیانوي چې په یو بل هېواد یا یوې بلې سیمې کې یې لیدلي دي. له نورو کیسو سره د سفرنامې توپیر په دې کې دی  چې شته والی یې په خپل ذات کې له سفر سره تړلی دی، که سفر نه وي سفرنامه هم نه شته. د رومان یا ناول پېښې په داسې یو تاریخي، ټولنیز او جغرافیایي چاپېریال کې واقع کېږي چې کیسه لیکونکی (او تر یوه بریده، کیسه لوستونکی) ورسره مخکې له مخکې اشنا دی. د کیسې پرمختګ کله نا کله کیسه لیکونکی پر هغو لارو بیایي چې واردمخه یې فکر پرې نه وي کړی خو د ناول کرکټرونه او زماني حدود د کیسې د نړۍ پولې پرانیستې نه پرېږدي. په سفرنامه کې لیکوال په خپله له داسې څه سره مخ کېږي چې یا ورته بېخي نوي وي او یا یې تر دې وړاندې له دغې زاویې ورته نه وي کتلي. د سفر په کیسه کې تر هرڅه د مخه واقعیتونه بیانېږي. دلته د لیکوال عاطفي او فکري تمایلات د پېښو جریان نه شي بدلولای خو لیکوال کولای شي د واقعي نړۍ ځینې اړخونه، د خپل ذهني قضاوت او ځپلو مخکې له مخکې جوړوشوو فرضیو پر بنسټ تر نورو ښه وځلوي او جوت یې کړي.»
مزمل هوتک  د سفرنامې او راپور تاژ په اړه هم لنډې خبرې وکړې، چې په راپورتاژ کې ليکوال خپل  ځان  د کيسې تر شا پټوي او حقيقت او واقعيت بیانوي، خو په سفرنامه کې ليکوال کولی شي، چې خپل احساسات هم ورسره مل او د خپل هنري ذوق په تاله يې وتلي.  له لکچر وړاندې کولو وروسته د غونډې برخه والو د اړوند موضوع په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.
له لکچر وروسته مشاعرې ته وار ورسېد، حکمت ارين، زبیر درويش، محمد اصف حنيفي، جميل وقار، مجيد ژړاند هم  خپل غزلونه او ازاد نظمونه   ګډونوالو ته وړاندې شول.
په روستيو کې قدرت الله نرميوال  قدرت الله نرميوال غونډه وارزوله، هغه  د غونډې په اړه وويل، چې  د نورو اونيزو ناستو په پرتله دا ځل په راپور کافي بحث وشو، خوندور لکچر وړاندې کړل شو،  د نظامت چارې په ښه توګه تر سره شوې، د اجنډا سره د غونډې په وروستيو کې مشاعرې نوره رنګينې هم وروبښله.
غونډه د عبدالباري حميدي له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېدله.
One thought on “کليوال ملګري ټولنې اونيزه شپږ نويېمه غونډه وکړه”
  1. د کلیوال ملګرو نه مننه ، چې په خپلو داسي غونډو سره د ځوانانو ظرفیتونه لوړوي او په ټولنه کې د لکچرونو دود نهادنه کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *