(آدولف هلټر) د نازي جرمني دیکتاتور آدولف هټلر د مبارزې کرونولوژیک داستان دی. په دې کتاب کې د هټلر له کورني ژوند نیولې تر سیاسي مبارزې او ځان وژنې ټولې پېښې را اخیستل شوې دي.
(آدولف هټلر) نه یوازې چې د یوه «دیکتاتور» د ژوند کیسه درته کوي، بلکې د نازي جرمني د ویاړ او ذلت له ورځو مو هم خبروي.
له یهودانو سره د هټلر د تبعیضي چلند لامل او د یهودانو د نسل وژنې مستندې پېښې؛ ټولې ددې کتاب محتوا جوړوي.
په جرمني او انګلیسي ژبو له ډېرو پلورل کېدونکو کتابونو بلل کېږي، چې (پښتو ژبې) ته حزب الله اتل راژباړلی دی او اکسوس کتاب پلورنځي خپور کړی دی .مینوال کولای شي دغه کتاب په مناسبه بیه له یاد کتاب پلورنځی څخه تر لاسه کړي .
