استاد ښکلی

نن لرې تللى وم. هر لور ته باغونه او ګلونه.

کم خلک د طبيعت له دې خونده خبرېږي. ښايي امنيتي مسايل لوى علت وي، چې موږ يې د ژوند له خونده لري کړي يو؛ خو موږ چې بېوزلي خلک يو، د پيسو او شهرت هوس لرو او همدا دواړه د خوشحالۍ يواځني وسايل ګڼو .

هوښيار خلک پوهېږي، چې د ژوند خوند په خپله خوښه کې دى. ډېر خلک به مو ليدلي وي، له سبو او سوکړک سره ډوډۍ خوري؛ خو خوشحاله او تروتازه وي، ځکه چې هغوى د ژوند کولو واک لري. شته او شهرت مو نورو خلکو ته مجبوروي او ښايي خوښي رانه سلب کړي.

انسان د طبيعت بچوړى دى. له طبيعت سره تړلي نېژدې خلک له ژونده خوند اخلي، ځکه طبيعت د کشش قوت لري او انسان دې کشش ته د لبيک خصوصيت لري.

په اروپا کې د نىچرليزم د هنر موخه دا وه، چې انسان د طبيعت ښکلا ته متوجه کړي. دا پوښتنه ښايي، زموږ ادب او هنر ته هم متوجه شي، چې څومره مو خپل لوستونکي د طبيعت د ښايست نندارې ته رابللي دي.

ما د غني په شاعرۍ کې هم او د نوموړي په اړه د خلکو په خبرو کې هم اورېدلي وو، چي پر طبيعت مين سړى و. بيا مې چې يې د هوجرې عکسونه وليدل؛ نو طبيعتپرستۍ يې خوند راکړ، ځکه خو يې له خدايه دعا کوله، چې هلته هم د ماښام همدا منظره ورکړي.

ښکلى طبيعت يواځې د شاعر نه د هر انسان ضرورت دى. پر نوې ټيکنالوژۍ باندې انتقاد کېږي، چې انسان يې له طبيعت نه لرې کړى دى او له طبيعت نه په لرې کېدو سره په انسان کې ناانساني خويونه پيدا شوي دي. نوره نړۍ کوشش کوي، چې د صنعت د دې زيان مخه ونيسي؛ خو موږ په لوى لاس طبيعت وژنو. په کوم ځاى کې چې زه وګرځېدم، څلور خواوو ته يې ابادۍ شوې دي او ايله د ټاپو هومره ځاى پاتې دى.

ګومان کوم، روسو ويلي، چې ژوند طبيعت ته په ورګرځېدو کې دى. که د ژوند فرويدي مانا د خوند د ترلاسي له لارې خوشحالي وي؛ نو دا خوشحالي د خوندور طبيعت په ننداره کې هم ده.

له طبيعت سره موږ په پيړيو نېژدې اوسېدلي يو. اوس  ورسره عادت شوي يو او رشته ورسره لرو. د پسرلي په راتګ خوشحالي احساسوو او په مني کې مو د طبيعت مړاويتوب مړاوي کوي.

زموږ رسنۍ او زموږ نصابونه له موږ سره په طبيعتپالنه کې مرسته نه کوي. رسنۍ مو د سپېرو دښتو، دوړجنو سرکونو او خاورينو بېخونده کلاګانو عکسونه ښيي. په بمي چاودنو کې د الوتو خپرو ورو انساني اندامونو تصويرونه خو لا پرېږده.

له داسې صحنو سره خلک عادي کېږي او لاشعوري بيا له داسې صحنو نه خوند اخلي؛ نو ولې يې په خپراوي کې دومره افراط کوو يا خو له ناپوهۍ دا کار کوو يا د کومې نړيوالې سياسي دسيسې پل اخلو.

نړيوالو ته زموږ د هېواد دوړجن او جګړه ييز عکس تللى. خلک چې زموږ سپېره سرکونه او بېډوله کلاګانې ويني، په اسانه قضاوت کوي، چې په دې هېواد کې د زرونو کلونو لرغوني قبايل ژوند کوي. په پېښور کې  رانه يو کس کله ناکله پوښتنه کوي، چې په کابل کې داسې پوخ بيلډنګ او شين ځاى شته. ملامته نه دى،ځکه چې هلته هم افغاني رسنيو د دوړجن افغانستان تصوير رسولى.

خو افغانستان ښکلى هېواد دى. څلور موسمه پوره لري او تر يو څو ساعته وروسته پکې لاروى د موسم د بدلون احساس کوي.

د ژمي په شنه سهار په ننګرهار کې په پرخه له لامده ګلاب سره د ناستې تجربه، چې د سروې پر سر لمر سترګکونه وهي، بېخونده نه ده. په مني کې د شولو د تازه رېبلي پټي زيړوالى د شاوخوا ونو له شينوالي سره خوندور امتزاج جوړوي. د کونړ او پکتيا د ګورو ځنګلونو سيوري رانه ولې هېر دي.

په اوړي کې د وردګو، کابل او شمال د ډېرو ولايتونو يخه هوا، شين طبيعت او باغونه د طبيعت د ښکلا ثبوتونه دي.

د افغانستان اسمانڅکي غرونه د خداى د جلال مظاهر دي. زه چې کله هم کابل ته راځم او د ماهيپر خولې ته راورسم، دلته دوه غرونه راځي. لږ واښه پرې ولاړ دي او په رنګ داسې زيړبخن غوندې دي، ما ته داسې ښکاري لکه د ډېر وخت ياران مې چې وي، لکه کوه طور چې په کيسو کې مې اورېدلى و او اوس يې وينم، چې د خداى نور پرې ووري.

زموږ د مکتبونو دولتي نصاب هم داسې څه نه لري، چې موږ طبيعت ته ورنېژدي کړي. پېچلې کلمي او جملې پکې وينو او اوږده بيانونونه. د خصوصي مکتبونو نادولتي نصابونه مو هم د انناس غوندې د داسې شيانو عکسونه لري، چې ځان راته بافرهنګه او ښاري وښيي. په دې کار سره د ښار او کلي ترمنځ فاصله نوره هم زياتېږي او بل دا چې د شيانو مجرد رنګين عکسونه د ماشومانو د تخيل په راپارولو کې هغومره مرسته نه شي کولى لکه متحرک تصويرونه.

په وړوکوالي زموږ دا ۤارزو وه، چې داسې يو عکس په کتاب کې ووينو، چې يوه پاکه ساکه جارو کړې حويلۍ وي،  د چرګې يوه پښه د مزل لپاره له ځمکې اوچته وي، د دواړو پښو ترمنځ يې ناعادي فاصله وي، چې دا وښيي،چې چرګه روانه ده او ورپسې شپږ اووه دانې رنګارنګ بچي روان وي، دوه درو پکې مښوکه په څه شي پسې ځمکې ته ښکته کړې وي، يو پکې د منډې په حال کې وي او نور عادي روان وي.

ما ليدلي، چې داسې کتابونه ماشومان د شپې هم له ځانه نه لرې کوي، ځکه د دوى تخيل ته مخاطب وي او د دوى د تخيل په روزنه کې مرسته کوي.

له طبيعته لرېوالى په موږ کې وحشت پياوړى کوي او انسانيت راکې وژني. کوم خلک چې د ګل د طراوت له نندارې او خوشبويۍ نه خوند اخلي او پر شنو پټو د مازيګر وړانګې ورته خوندوره نظاره ښکاري، هغوى په اسانه وحشت ته لاس نه اچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *