تاند- د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې ټپي شوی نه دی او په دې اړه د اجرايي رييس عبدالله عبدالله څرګندونې ناسمې دي.
جنرال دوستم وویل«ډاکتر صاحب عبدالله زما د صحت په اړه خبر نه دی، په دې خبر د خلکو ذهنونه مغشوشوي او طالبانو ته روحیه ورکوي.»
جنرال عبدالرشید دوستم په خپله فېسبوکپاڼه کې همداراز لیکلي«دا (خبرې) د دې ښکارندویې دي چې اجراییه رييس صاحب د افغانستان له ګوټ ګوټه او د خلکو له حاله بې خبره دی.»
اجرايي عبدالله نن د کابینې په غونډه کې ویلي و چې د ولسمشر لومړی مرستیال په فاریاب کې د طالبانو په غلچکي برید کې برسېرن ټپي شوی خو صحتمن دی.
د جنرال دوستم له عکس العمله وروسته عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ناسمو معلوماتو پر اساس یې د لومړي مرستیال د ژوبلېدو خبره کړې وه.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال عبدالرشید دوستم په ټېلفوني تماس کې د خپلې روغتیا په باب ډاډ ورکړ.