د هلمند په مرکزي سیمو کې دجګړې نن( میزان ۲۶مه) کال پوره سو، تیر کال په همدي ورځ لسګونه وسله وال طالبان دنادعلي ولسوالۍ د لوی مانده له لارې، کوفکي او نواباد شنو سیمو ته ننوتل، لومړی د چاه انجیر د حوزې قوماندان سلطان محمد له ۱۲ پولیسو سره قرباني ورکړه،په دوهمه ورځ طالبانو دلښکرګاه څلورمه حوزه باباجي ونیوله، چاه انجیر کمربند سو، په همدي ورځ د مارجې د محلي پولیسو مشر اصف خان وردګ هم لوی مانده کې ژوند له لاسه ورکړ، ۱۶ ورځې وروسته مارجه محاصره شوه، لاره یې وتړل شوه، تر هغه وروسته څو نورې لوی پیښې وشوي: دناعلي ولسوالۍ شاول مانده او، د نهرسراج الکوزو ښاخ له لاسه وتل او د هغه ځای د محلي پولیسو مشر سفر محمد اکا هم ووژل شو.
سنګین او کجکي ولسوالیو کې هم داسي جګړي وشوي چې د ډزو سربیره د ښکیلو غاړو جنګیالي تر لاس اچولو سره ورسیدله.
د همدي کال په اوږ دوکې دګرشک د مالګیر سیمې طالبانو ونیولي، لږ وروسته د نوزاد جازی او د موسی کلا روشن تاور هم پریښودل شوه، خو دغه دوو ولسوالیو مرکزونه له وړاندي سقوط شوي وو.
دری میاشتي وړاندي بیا د نادعلي، ګرمسیر او ناوي ولسوالیو له ودانیو پرته ټولې سیمې یې وسله والو طالبانو ونیولې.
څو ورځو په تیریدو سره هلمند ـ کندهار لاره دیوې میاشتې لپاره د ترافیکو په مخ وتړل شوه، د ناوې او خانشین ولسوالیو مرکزونو هم سقوط شوه، د باباجي او چاه انجیر کمربند مات شو، په دې موده کې د ملي اردو او ملي پولیسو دوو جنرالانو عطامیر “اګاه” او جیلاني “خروټي” په ګډون ډیر شمیر افسرانو سر بازانو قومي مشرانو او عامو خلکو ژوند له لاس ورکړ.
لسګونه پوځې موټر وسلې او جنګي مهمات د حکومت له لاسه ووتل، د بهرنیو ځواکونو دوه الوتکې هم تر بیړنیو ناستو وروسته ویجاړې شوي.
په دې جګړه کې ۳ امریکایي عسکر او دغه راز یوه کورني او یوه امریکایي ژورنالیست هم له دې دنیا سره مخه ښه وکړه.
د همدي ناپایه جګړې له امله د قول اردو او امنیه قوماندانانو بدلونونه، د والي او امنیت ملي د ریس د تغیر او تبدیل سر بیره، ځینو نورو دندې پیدا او یا یې له لاسه وتلي دي.
دری نوري لوی پیښې: سنګین کې د ملي اردو ۶۵ سرتیري، په همدي شمیر ګډ سرتیري د نادعلي په شاول او د۱۰۰ په شاخوا کې د چاه انجیر او لښکرګاه ترمنځ د طالبانو لخوا نیول او یا هغوی ته دمجبوریت له امله ور تسلیمیدل وو، چې نادعلي کې په یو شمیر اسیرو سرتیرو باندي بهرنیو خواکونو بمبارد هم وکړ.
دا مهال جګړه د لښکرګاه ښار په دریمه او دوهمه حوزه کې دوام لري، ډیرې کورنۍ له ښاره ګډه شوې دي، پرله پسي توغندیو دښار د خلکو ژوند تنګ کړی دی.
د تیر یوه کال په موده کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو پر مهال د طالب قوماندانو په ګډون سلګونه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي خو کره شمیره یې له ماسره نشته.
دا لنډ نوټ دی، خو اغیزې یې نه جبرانیدونکې دي دښوونځیو، روغتونو تړل کیدل او د پروژو بندیدل یي جلا بحث دی.
دې یو کلن جنګ زه هم د خپل کلي له سیل او میلو محروم کړم.