په پکتیکا کې د دوه نیم کیلو متره سرک د جوړېدو او پخیدو چارې د دغه ولایت د والي محمد الیاس وحدت له لوري د بیلدوزر په چلولو سره پیل شوې.

د پکتيکا ولايت ارګون او ګيان ولسوالیو ترمنځ سرک چې له ګاونډي هيواد پاکستان سره ګډه پوله لري د ټولګټوچارو د وزارت له لوري  د ۱۱۷ مليونه افغانيو په مالي لګښت سره په پاخه او اساسي ډول جوړيږي.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وويل، چې دغه پروژه د کليو پراختيا وزارت له لوري په لار اچول شوې چې دوه نیم کیلو متره سر به د دوو پل چکونو په شمول د ۱۱۷ مليونه افغانيو په مالي لګښت سره په پاخه او اساسي ډول د ورکړل شوې طرحې مطابق د يو کال په اوږدو کې جوړيږي.

حدت وویل چې د یاد سرک د جوړیدو له چارو څخه به وخت په وخت لیدنه کیږي او چاري به یې د ورکړل شوې طرحې مطابق په لوړ کیفیت سره ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه چې په یاده پرو ژه کې دوه پلچکونه چې يویې ۷۵او بل ۲۵ متره دی په پاخه او اساسي ډول سره جوړيږي چې په دې سره به د ډېرو خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

د پکتيکا ولايت دولايتي شورا رييس بختيار ګل همت ځدراڼ وويل، چې د پکتيکا ولايت امنيت د نورو ولايتونو په پرتله ښه دی، دلته دبيا رغونې لپاره مناسبه زمينه برابره ده نو دولت بايد دې ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د بيا رغونې کارونه دې پکي شروع کړي.

بختيا ګل زياتوي، د دې ولايت ولسونو او قومي مشرانو ور سره ژمنه کړې چې د سرک د امنيت په خونديتوب کې به ور سره پوره همکاري او مرسته وکړي، ځکه دا يوه عمومي پورژه ده اوله دې څخه ډيری خلک ګټه اخيستلای شي.

د ارګون ولسوالۍ وسیدونکو له والي محمد الیاس وحدت څخه مننه اوکړه او زیاته یې کړه چې له ارګون څخه ترګيان ولسوالۍ پوري غځيدلی سرک چې له ګاونډي هيواد پآکستان سره ګډه پوله لري له يوې خوا په غرنيو سيمو کې تير شوی له بل پلوه سخت خراب وچې د ژمي په شپو او ورځو کې به يې خلک په اسانۍ سره مرکز او نورو ولسواليو ته نه نشولای تلای.

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *