د جلال اباد ښار غنمو او وړو منډوي مخې ته غځیدلي سړک د جوړولو چارې پیل شوې . |
۱۳۹۵/۷/۲۶
د جلال اباد ښاروال حمیدالله افغان وایي د دغه ښار د غنمو او وړو منډوي مخې ته غځیدلې سړک چې ۱۶۰ متره اوږدوالی او اته عشاریه پنځه متره سور لري،د جوړولو او قیر کولو چارې پیل شوې. نوموړی وایي دغه سړک چې لس سانتې په اندازه قیر کیږي، د ښاروالۍ د پرمختیایي بودیجې څخه یې لګښت ورکول کیږي . د ښاروال په وینا د جلال اباد ښار په پنځو ناحیو کې د سږ کال په ترڅ کې د ۶۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۲۹ زره متره مربع سړکونه جوړیږي،چې یاد سړک هم په کې شامل دی . |
د ننګرهار ولايت رسنیو دفتر د خواشينۍ پيغام! |
۱۳۹۵/۷/۲۶
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ژورناليزم ډګر پياوړی ليکوال او ژورنالیست د ملي تلويزيون خبريال یعقوب شرافت تيره شپه په زابل ولايت کې نا معلومو وسله والو په ډزو سره شهيد کړ. اناالله وانااله راجعون. د ننګرهار رسنيو دفتر دځوانيمرګ یعقوب شرافت شهادت په افغان ژورناليستيک ډګر کې يوه ستره تشه بولي له افغان دولت او نړيوالې ټولنې نه د یعقوب شرافت دوژنې دعاملينو دلټې او قانون ته دسپارلو په کلکه غوښتنه کوي، ارواښاد ته دلوی خدای له درباره دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دزړه صبر غواړي. د یعقوب شرافت دلارې لارويو ته ډاډورکوو، چې افغان ملت تل دحق پلوي کړې او بيا به هم دحق دلارې دلارويو ننګه او ملاتړ کوي او حکومت به د بیان ازادۍ حق ته په کتنې دغه مسله څېړې او په راتلونکې کې به د نورو پېښو مخنيوی کوي. |
بشر حقونو ادارې روغتيايي خدمتونو پياوړتيا په موخه غونډه وکړه |
۱۳۹۵/۷/۲۶
دغه غونډه، چې د ختيځ زون بشر حقونو ادارې په نوښت او د بشر حقونو مرکزي کميسون په همکارۍ د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې د تلې په شپږم ويشتمه جوړه شوې وه پکې د دې ولايت د ملکي او نظامي ادارو مسولينو ترڅنګ د عامې روغتيا اړوند د دولتي او شخصي روغتونونو مسولينو او مدني فعالانو برخه لرله. د ننګرهار مرستیال والي محمد حنيف ګرديوال وويل، چې ننګرهار ته د پخواني نفوس له مخې امتيازات ورکول کيږي، چې اوسمهال پدې ولايت کې څلور ميليونه وګړي ژوند کوي، چې ناروغان په دغه برخه کې ستونزو سره مخ دي. ګرديوال وويل، چې په ننګرهار کې يو سل او شل روغتيايي مرکزونه شتون لري؛ خو د زيات نفوس له امله لا هم ناروغان ستونزو سره مخ دي. نوموړي وويل، چې په ننګرهار کې د دولتي روغتونونو ترڅنګ خصوصي روغتونونه هم شتون لري؛ خو يو شمېر روغتونونه روغتيايي خدماتو رسونه کې پاتې راغلي دي او همدا را ز د بې کيفيته درملو له امله په ننګرهار کې ناروغان د ګڼو ستونزو سره مخ شوی دي. ده غوښتنه وکړه، چې مرکزي حکومت دې د ننګرهار زر بستريز روغتون د جوړېدو تدارکاتو پروسه ژر تر ژره بررسي کړی ترڅو د زر بستريز روغتون چارې عملي پیل شي. په ختيځ زون کې د بشر حقونو رئیسې صبرينا حميدي او په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کميسون کميشنر عبدالرحمن هوتک د ويناوو پر مهال وويل، چې د دوی کميسون د نورو خدماتو ترڅنګ روغتيا ته د لاسرسي حق څېړنيز برنامه پر لاره اچولې، چې په اتو ولايتونو کې به دا ډول غونډې تر سره کړي. دوی وويل، چې د دغې غونډې څخه يې موخه داده ، چې روغتيايي خدمتونو په برخه کې موجوده ستونزې حل او په ټول هېواد کې د عدالت پر بنياد يو ډول روغتيايي خدمات تر سره شي. دوی زياته کړه، چې د بشر حقونو کميسون د اوو ولايتونو د خلکو نظريات د روغتيايي خدمتونو په اړه راټول کړي او ننګرهار اتم ولايت دی، چې د روغتيايي خدماتو په برخه کې پکې تازه څېړنې پيل شوې، چې په ترڅ کې به يې د دې ولايت روغتيايي چارې و ارزول شي او د اصلاح په موخه به يې لازم اقدامات تر سره شي. |
په ننګرهار کې به شپږ سوه زره د هدف وړ ماشومان واکسين شي. |
۱۳۹۵/۷/۲۶
په ننګرهار کې د ګوزڼ يا پوليو ضد واکسين درې ورځنی کمپاين د عامې روغتيا مسولينو او يو شمېر نورو مشرانو لخوا ماشومانو ته د دوو څاڅکو په ورکولو سره پيل شو، چې په ترڅ کې به يې د دې ولايت په مرکز، ولسواليو او کليو کې شپږ سوه زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي. د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت مسولين وايي، په پام کې لري، چې د ختيځ زون په کچه يو ميليون او درې پنځوس زره ماشومانو ته واکسين تطبيق شي. ده د سيمې له خلکو غوښتنه وکړه، چې واکسين تطبيق کوونکو سره بشپړه همکاري وکړي. په ورته وخت کې د ننګرهار حج او وقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني او د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ امر سيد امرالله اميد هم له ولسونو غوښتنه وکړه، چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق کړي. روغتيايي مسولينو خبر ورکړی چې په ټول هېواد کې د پوليو اته پېښې ثبت شوي، چې څلور يې په کونړ او څلور نور يې په کندهار،هلمند او پکتيکا ولايتونو کې لېدل شوي دي. |
د افغانستان متحد ملت ګوند له لوري د ولايت مرستیال محمد حنیف ګردیوال په ستاينليک ووياړل شو. |
۱۳۹۵/۷/۲۶
په همدې موخه ولايت مقام کې د تلې په شپږويشتمه غونډه جوړه شوې وه، چې په ختیځ زون کې د افغانستان متحد ملت ګوند مشرتابه او غړو يې برخه لرله. په ختيځ زون کې د افغانستان متحد ملت ګوند مشر حاجي محمد لايق غمشريک د خبرو پر مهال وويل، چې د ولايت مرستيال پدې ولايت کې ځوانانو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي، د ځوانانو په غونډو کې يې برخې اخيستي او د ځوانانو ستونزو په حل کې يې نه ستړي کېدونکې هڅې کړي دي. غمشريک وويل، چې د افغانستان متحد ملت ګوند مشرتابه وپتيله، چې د ولايت مرستیال محمد حنيف ګرديوال د ښو خدماتو له امله په ستاینليک ووياړي. د ولايت مرستیال د متحد ملت ګوند له مشرتابه مننه وکړه، چې د ده کړنې يې وستايلې. نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې د خپل هېواد ابادۍ لپاره نه ستړي کيدونکې هڅې کوي او په ننګرهار کې به د ځوانانو ستونزو په حل کې لا هلې ځلې وکړي. |
نجيد احمد رحيمزی په ملکي چارو کې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د مرستيال په توګه د يادې ادارې منسوبينو ته ور وپيژندل شو. |
۱۳۹۵/۷/۲۶
نجيد احمد رحيمزی په ملکي چارو کې د ننګرهار امنيې قومندانۍ د مرستيال په توګه پداسې حال کې د يادې ادارې منسوبينو ته وروپيژندل شوو، چې د ولايت مرستيال، د امنيې قومندانۍ امنيتي او ملکي منسوبینو او د يو شمير نورو ادارو مسولينو شتون درلود . د ننګرهار امنيې قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالجميل تتمدري په ملکي چارو کې د نجيد احمد تقرر د امنيې قومندانۍ د مرستيال په توګه يو پرځای ګام ياد کړ، چې په خبره يې پر مټ به يې د امنيتي او ملکي ادارو ترمنځ همغږي رامنځته شي او ګڼې ستونزې به دحل لاره ومومي . د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په يو شمير نورو ادارو کې د نجيد احمد د کړو خدمتونو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه او نوموړی يې په نوي بست کې د ننګرهار امنيې قومندانۍ د ملکي مرستيال په توګه پرځای ټاکنه ياده کړه . ګرديوال ډاډ څرګند کړ ، چې نجيد احمد به د خپل استعداد او وړتيا له مخې په راتلونکي کې ډيرې لاسته راوړنې ولري او د ملکي او امنيتي ادارو ترمنځ به پياوړې همغږي رامنځته کړي . د ننګرهار امنيې قومندانۍ نوي ټاکل شوي ملکي مرستيال نجيد احمد رحيمزي لومړی د دغه نوي بست د لايحې په اړه د غونډې ګډونوالو ته هراړخيز معلومات وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ چې په پوره توان او ايماندارۍ سره به د قانون له مخې خپله دنده پرمخ وړي . دغه راز د ولايتي شورا غړي اسرارالله مراد د نجيد احمد رحيمزي په ګمارنه خوښي وښوده او له مسولينو يې غوښتنه وکړه چې په نورو ادارو کې هم د وړتيا او استعداد لمخې وړ او مناسب کسان په دندو وګماري . |
دوه تنه د ځآنمرګو بریدګرو سره د تړوا په تور ونیول شول . |
۱۳۹۵/۷/۲۶
ننګرهار ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو او پلټنو پر مهال څلور تنه نیول شوي،چې دوه یې د ځآنمرګو بریدګرو او دوه نور یې د وسله والو طالبانو او داعش ډلېې سره تړوا لري . د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیې سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې دوه تنه یې د ځآنمرګو بریدګرو سره د تړوا په تور نیولي،چې دا مهال ترې پوښتنې او څېړنې رواني دي . همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ منسوبینو یو تن د داعش ډلې سره او د پچیراګام ولسوالۍ منسوبینو یو تن د وسله والو طالبانو سره د تړوا په تور نیولي. |
په ننګرهار کې له ديرشو کورنيو سره نغدي او پنځه ديرشو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. |
۱۳۹۵/۷/۲۶
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس غلام حيدرفقيرزی وايي:د اچين ،هسکې مېنې ،کوټ او خوږياڼو ولسواليو څخه پنځه شپېته کورنۍ چې دبېلا بېلو لاملونو له امله د سره رود او بهسودو ولسواليو اړونده سيموته راکډه شوي دنغدي او خوراکي توکو مرسته ورسره ترسره شوه. فقيرزی وايي، چې له ديرشو کورنيو سره د NRC ادارې له لوري د ديارلس -ديارلس زره افغانيو نغدي مرسته او له پنځه ديرشو کورنيو سره د WFP مرستندويه ادارې له لوري خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئيس په وينا خوراکي توکي پنځه قلمه دي چې هرې کورنۍ ته د دوو مياشتو لپاره بسنه کوي . |
ننګرهار پوهنتون کې د کتاب ليکنې تخنيکي لارو چارو په اړه سيمينار جوړ شو |
۱۳۹۵/۷/۲۶
نوموړى پروګرام د پوهنتون ادارې او کتاب ملاتړ ټولنې په همکارۍ د ادبياتو او ژورنالېزم پوهنځيو د څلورمو ټولګيو لسګونو محصلانو ته جوړ شوى ؤ. د سيمينار د پرانستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخېل د کتاب ليکنې، مطالعې او په ټوله کې د کتاب فرهنګ دودولو پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي وويل: ((کتاب ښه ملګرى دى چې په يوازېتوب کې دې هم يوازې نه پرېږدي، نو ملګرتيا يې وپالئ.)) د پوهنتون رئيس د کتاب ملاتړ ټولنې له مسوولينو مننه وکړه چې د کتاب ليکنې په مهمه موضوع يې محصلانو ته غونډه جوړه کړې او له محصلانو يې وغوښتل چې اعظمي ګټه ترې واخلي. ورپسې تکړه ډيزاينر او د کتاب ملاتړ ټولنې مشر عبدالهادي اثر د کتاب ليکنې لارو چارو، مطالعې ارزښت، د علمي مقالو او اثارو پر څرنګوالي خپل ترتيب شوى پرېزنټېشن د سيمينار برخوالو ته وړاندې کړ چې د محصلانو له تود هرکلي سره مخ شو. د سيمينار په پاى کې برخوالو د موضوع په اړه له ښاغلي اثر څخه پوښتنې وکړې چې نوموړي يې ځوابونه ورکړل. |
وهاب ظاهري د اتلتیک خفيفه په رشته کې د ۱۰۰ مترو فاصلې په ځغاسته کې لومړی مقام خپل کړ. |
۱۳۹۵/۷/۲۶
د افغانستان د اتلتیک خفیفه رشتې د ملي ټيم په سیالیو کې د ننګرهار وهاب ظاهري د ۱۰۰ مترو ځغاستې په سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ. ټاکل شوې، چې ظاهري به سبا دوشنبه د ۲۰۰ مترو په ځغاسته کې هم خپل بخت و ازمایې. د یادونې وړ ده، چې په یادو سیالیو کې د ۲۶ ولایتونو په ګډون د ننګرهار څخه د شکرالله عرب په سر پرستۍ څلورو تنو ورزشکارانو برخه اخیستې ده. |