ژوند ادبي بهیر

د ژوند ادبي بهیر پرله‌پسې ۱۲۵مه او د سږ کال دويمه غونډه د حمیدالله تسل په غږ د قران‌کریم په ایتونو پیل شوه، د دريځ چارې يې شېراغا اسلم‌زي سمبالولې.

د تېرې ناستې حال کيهان حماس واوراوه چې راتلونکې غونډې ته یې د خان ولي روښان نثر د نقد لپاره ټاکلی و. د غونډې په لومړۍ برخه کې مود شېراغا اسلم‌زي پر راوړي ادبي درس   باندې خبرې وکړې. هغه څه چې ګډونوالو ته په زړه‌پورې اونوي وو، د نظم په برخه کې د  درېواله ژانر و.

«اوښکه په بڼو کې» د روښان ادبي نثروچې تر ویلو وروسته یې د ناستې خاموشي د محمد الله شاکر له خوا ماته شوه. شاکر چې نثر عموماَ مثبت ارزاوه، ځینو ټکيو ته یې د سمون لپاره ګوته ونيوله. ده د «صبا» کلمه په «س» لیکل لازمه وګڼله چې په نثر کې ورته داسې اشاره شوې وه؛«صبا مې باید سپینې جامې، تور واسکټ په تن وای» شاکر د «په تن وای» جمله کې سکته ګې ګڼله، خو کیهان حماس له شاکر سره په دې جمله کې جوړ نه و، ده ویل چې دا باید په «تن وي» راغلې وای. حماس بیاعنوان ډېر ادبي ګاڼه اوپه جملو کې یې د ځینو ترکیبونو راوړلو ته دلیل غوره نه باله.

بخت مرجان بختیار پر نثر خبرې وکړې. بختیار نثر ادبي خاطره ګڼله، خو حماس ورسره پرادبي ټوټه سپینیتوری وکړ. بختیارپر اوږدو جملو نیوکه کوله چې ایجاز پکې نه و مراعات شوی، همدارنګه کلمې یې د عاطفې پر ځای احساساتي وبللې.

د «زنګانه په سر مې سر کېښود» جمله حمیدالله تسل نه خوښوله. ده د سر سر په سر تکرار ښه نه باله او زیاتوله یې چې د ارامه شوم پر ځای «ارام شوم» به لا ښکلا وربښلې وه.

هېواد رفعت د سربلونو پرځای راوړلو ته اشاره کوله چې په جملو کې تر ډېره د «په» پر ځای «پر» راوړل شوی دی چې باید په خپلوځاینو کې کارول شوي وای.

یوسف کوهستاني د جوګه او کپړو ویینولپاره د «تیار» او «جامو» بدیل غوره ګاڼه.

مسکین عاجز د نومونو،فعلونو او قیدونوپر خپل ځای کارولو ته اشاره کوله چې هر یو دې په خپل ځای کې وکارول شي چې نثر روان او په غوږنو ښه ولګېږي.

حمیدالله همیم د «اوښکه په بڼوکې» پر ځای د «اوښکه څڅېدلې ده» عنوان ښه باله او په جمله کې یې د مور «معصومه څېره» په «ښکلې څېره» لیکل غوښتل.

د ناستې په وروستۍ برخه کې مشاعره وه چې د الهام خاوندانو ګډونوال د خیال په ټالونو وزنګول. د روزي خان خپلواک په ترنم سره زړونو بیا ځلې ساه واخیسته.امیر محمد امیري توتاخېل د جوهر په انتخابي غزل د بهیروالو روح تازه کړ. مېلمه حمیدالله همیم دا بیتونه بهیروالو ته ډالۍ کړل؛

د دیدن په بارانونو یې خړوبه کړه سهار کې

دښته للمه په غرمو کې تش د نم په انتظاروي

مسکين عاجز چې د اشنا له کبره عاجز پاتې و؛ نود زړه حال یې د قال په ژبه داسې  بیاناوه؛

تا چې به له کبر نه په ځان پسې راښکو پلو

ګرد به یې په تا پسې روان و تا ونه کتل

ده پسې د بختیار له جنګېرکو سره په جنګ غزل و؛

زړګی دې راته ټوک ټوک کړترور ترورګرځېږم

سپینچکیه، مینه‌ناکه،  وفاداره، جنګېرکه!

په سر کې مې دې سپین وشي، د پلار په کور دې کېنم

له تا مې د خدای وساتي بختیاره! جنګېرکه!

ورپسې خان ولي روښان خپل بيتونهواورول؛

ماته همدغه غرور بس دی چې غرور نه لرم

ګنې په سر باندې دستار کې څه، لونګۍ کې څه دي

په همدې بيت سره غونډې خپله ځولۍ راټولوله او راتلونکې غونډې ته صاحب طالب‌زي او کيهان حماس د موضوع او کره‌کتنې لپاره د شعر د راوړلو تياری وښوو.

د غونډې مېلمه حميدالله هميم بهير ښه وارزاوه او د دې ډيوې د نور ژوند لپاره يې لاسونه لپه کړل.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *