تاند- وسله والو طالبانو له ایران سره خپلو اړیکو ته رسمي بڼه ورکړه او په دغه هیواد کې یې خپل رسمي استازی وټاکه.

ایران په تېرو ۱۵ کلونو کې له دې سره سره چې پخوا یې له سختدریځو سُنی طالبانو سره په ښکاره دښمني کوله، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو خلاف د طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کړی دی او تر ډېره یې له دې ډلې څخه په افغانستان کې د بندونو د مخنیوي لپاره کار اخیستی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس تریبیون ته د طالبانو د مشرتابه شورا سرچینو ویلي چې مولوي نېک محمد په ایران کې د طالبانو استازی ټاکل شوی دی.

مولوي نېک محمد، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په کندهار کې د پوهنې رييس و، په وروستۍ لسیزه کې ایران ته ډېر سفرونه کړي دي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته د طالبانو د مشرتابه شورا، چې په کوټه کې دېره ده، یوه غړي په دې شرط چې نوم به یې نه څرګندوي، وویل«موږ د منځنۍ اسیا د هیوادونو په شمول د څو هیوادونو لپاره استازي ټاکلي او همداراز مو له روسیې سره تماسونه ډېر کړي دي.»

دا پاکستانۍ ورځپاڼه زیاتوي چې د طالبانو تحریک له چین سره هم ښې اړیکې لري. د دې ډلې پلاوی د جولای په میاشت کې د چین د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر وکړ.

ورځپاڼه وايي چې تېر کال د افغانستان او پاکستان لپاره د چین خاص استازي ورته وویل چې هیواد یې افغان طالبانو ته د یوه مهم سیاسي قوت په سترګه ګوري.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې د داعش ظهور او د امریکايي پوځیانو د حضور دوام د طالبانو او تهران د اړیکو د زیاتېدو اصلي عوامل دي.

داعش په کابل کې پر شیعه کانو تر عاشورا یوه ورځ مخکې برید وکړ او په لسګونو کسان یې مړه او ژوبل کړل حال دا چې طالبانو په تېرو ۱۵ کلونو کې حتي یو شیعه هم نه دی وژلی.

2 thoughts on “طالبانو مولوي نېک محمد په ایران کې خپل استازی ټاکلی”
  1. طالبان د افغان وژلو او ددی ملک د ورا انولو لپاره د هر دښمن په غیږ کښی پریوزی یو یو متر ګیری یی نیولی او د ولادیمیر پوتین سره په یوه میز ډوډی خوری آیا ددی ټولو بد بختیو لامل همدا روسان ندی؟ اوس روس او ایران ددی لپاره قاتل طالبانو ته مرستی ورکوی تر څو دداعش په ضد جګړه وکړی او افغانستان وران کړی . دا هم په دی خاطر دی چی ددوی پلار پاکستان له کلی شړل کیږی خیر خو ټولو مزدورانو ته باید وویل شی چی د الله تعالی ډبول غږ نلری.

  2. زه پدی باندی افسوس کوم کاش زمونږ ګاونډیان ريښتیني وی چې که طالبان یی په هغه وخت کی چی ټول افغانستان یی نیولۍ وو په رسمیت ونه پېژندلو، خو نن چی ددوی د ګټو ساتنه شوه بیا یی ددوی نماینده ګان منلی او ورته د تګ او راتګ ټول وسایل برابروی
    او ښاغلیو ملايکو ته وایم چی ولی شیطانی اعمال ترسره کوی تاسی خو دین تر هرڅه مخکی بولی ، تاسی یوه تجارتی متاع یاست چی په ازاد بازار کی هم پلورل کیږی او هم پیرل کېږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *