تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله تېره شپه /دوشنبه/ په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن نایف بن عبدالعزیز سره، چې د دغه هیواد صدراعظم او د کورنیو چارو وزیر هم دی، وکتل.

ښاغلی عبدالله پرون ماښام ریاض ته په درې ورځیني سفر ورسېد.

د سعودي عربستان د سپا (SPA) خبري اژانس د راپور له مخې دوی د دوو هیوادونو د اړیکو او په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د اجرايي ریاست ویاند له سعودي چارواکو سره د ښاغلي عبدالله د خبرو په اړه وايي چې دوی د افغانستان د سولي او امنیت، په افغاني پاسپورټونو باندي د افغان کارګرو د پاکستانیو پاسپورټونو تغیر، د افغان کارګرو لپاره د کار د جواز پر ورکړې او له تروریزم سره پر مبارزې خبري وشوې.

د هیواد اجرائیه رئیس په دې لیدنه کي وویل، چي افغانستان د تروریزم د شومي پدېدې د قرباني هیواد په توګه له دې پدېدې سره هر اړخیزه مبارزه کړې او هیله لري، چي د سیمي په کچه له تروریزم سره د مبارزې همږغي ایجاد سي.

نوموړي زیاته کړه، چي حکومت د سولي لپاره هم ټینګ هوډ لري او په دې برخه کي د سعودي د شاهي حکومت همکاریو ته هیله من دی.

هغه همداراز وویل، چي دا مهال یو تعداد افغان کارګران په سعودي عربستان کي په پاکستانيو پاسپورټونو باندي کار کوي، خو په خبره یې، چي افغان حکومت غواړي څو له سعودي سره د ګډ کار په نتیجه کي ټول پاسپورټونه په افغاني هغو باندي تغیر کړل شي.

اجرائیه رئیس یادونه وکړه، چي افغانستان له سعودي عربستان سره د افغان کارګرانو د کاري جواز لپاره دوه اړخیز هوکړه لیک وړاندیزوي، څو په دې برخه کي سته ستونزي له منځه ولاړي سي.

د اجرايي ریاست ویاند وايي، شهزاده نایف د افغان کارګرو د پاسپورټونو د تغیر او هغوی ته د کار د جوازونو د ورکړي په برخه کي د اجرائیه رئیس وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړ.

د افغانستان اجرايي رييس او د سعودي عربستان صدراعظم د تروریزم او افراطیت پر ضد د مبارزې په برخه کې پر همکاریو هم خبرې وکړې.

له ښاغلي عبدالله سره د کابینې یو شمېر غړي او افغان سوداګر د سعودي عربستان په سفر کې ملګري دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *