تاند- د هرات د ولایتي شورا یو غړی او ۵ تنه نور د برمته ګرۍ په تور په اعدام محکوم کړل.
حاجي عسکر د یرغمل نیونې او د محمد شاه ایماق په نوم د یوه تن د وژلو په جرم د هرات د ښاري محکمې له لوري په اعدام محکوم شو.
پولیسو د محمد شاه ایماق د برمته کولو په قضیه کې د لاس لرلو په تور ۷ تنه نیولي ول.

ویل شوي چې حاجي عسکري او ملګرو یې د برمته شوي ایماق پر سر ۲ لکه افغانۍ واخیستې او د پیسو له ترلاسه کولو سره سره یې نوموړی وواژه.
په هرات ولایت کې د برمته ګرۍ پېښې په نسبي ډول زیاتې دي او په ځلونو د ولایتي شورا غړي په دې ډول پېښو کې په لاس لرلو تورن شوي دي.
د هرات ښاري محکمې له حاجي عسکري سره ۵ تنه نور په اعدام محکوم کړل او دوه نور یې په ۱۱ کاله او ۱ کال حبس محکوم کړل.
