د کلي نوم په هغه چا خوږ لګېږي، چې د مینې په ګرم کور کې یې ژوند کړی وي، د هوا له وږمو، ولولو او ښایستونو څخه یې خوند اخیستی وي. د تناره په غاړه يې تاوده او خواږه پاستي خوړلي وي، د ځک له سره يې کوچ څکلي وي.

دا خو يې ډیرې وړې او خوږې خبرې دي. کلي کې ژوند خورا ډیرې ښکلاوې لري، خو!!! ما ته هغه ورځ دا ټولې خبرې او معناوې بې باوره شوې!

مازدیګری نرم باد لګېده، هرې خواته د پېغلو شور وه، هره یوه يې ځان ته ښاپېرۍ وه، منګی مې په لاس کې په مستۍ ورسره د ګودر په لور روانه وم.

ـ ها د خیالو ډکې خیالۍ ستړې مه سئ؟ څنګه یې؟

ـ بوره مه سئ ښه یم ولا!

ـ هاها دا وریښمینه جنۍ دې کابلۍ ترله ده!؟

ـ هو! نن يې د اوبو شوق کړی، نو را مې وسته چې زموږ د ژوند رنګ هم وویني، هسې په خپل سپېره ښار او مکتب نازېږي. کال کې یو وارې هم ځان نه را ښکاره کوي.

ـ ههههه کابل دې خوار سي ولاکه بنیادم پکې شپه ورځ کي.

ـ هو کوران دغسې ده.

ـ د دغه تره دې څومره خیلخانه ده؟

ــ ویش خورې مه کوه زړه مو ورسره خوړین دی، د بې وسه تر اوسه خېلخانه(اولادونه) نسته.

ـ خیر ده خدای مهربانه دی، آخر به کوم څراغ بل کي.

ـ امممم خوارکی تر اوسه لورګانې دي!!!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *