پخوانی ولسمشر حامد کرزی

تاند- رشیه ټوډې شبکه د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله وویل چې د امریکا او پاکستان دوه مخې لوبه په افغانستان کې د سولې خنډ ده.

د دې شبکې د راپور پر اساس، حامد کرزي وویل، سوله د افغانستان د کشالې یوازینۍ حللار ده خو امریکا او پاکستان دوه مخې لوبه پیل کړې او په دې توګه د سولې مخه نیسي.

کرزي وویل چې امریکا د تروریستانو د پناهځایونو په ویجاړولو کې ریښتینې نه ده.

حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې هم په ځلونو په پاکستان کې د افغان طالبانو د تمویل – تجهیز د مرکزونو او پناهځایونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.

کرزي رشیه ټوډې ته وویل، امریکا افغانستان ته له تروریزم سره د مبارزې، سولې او سوکالۍ په نوم راغله، خو دا ده تر یوې نیمې لسیزې ډېر وخت ووت، مګر دا هدفونه نه دي ترلاسه شوي.

ده وویل چې تروریزم لا هم د افغانستان لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.

حامد کرزي د سولې خبرو ته د طالبانو د نه حاضرېدو علت پاکستان وباله او له امریکا، روسیې، چین او د سیمې له نورو هیوادونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره پر یوې ګډې او پراخې طرحې کار وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *