تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د سې شنې په ورځ د سعودي عربستان د سفر په دوهمه ورځ د دغه هیواد له پاچا سره وکتل.

ښاغلي عبدالله سعودي پاچا ته وویل چې افغانستان د یمن په اړه د سعودي عربستان د دریځ ملاتړ کوي او د سعودي په مشرۍ د ايتلاف غړی دی.

د اجرايي ریاست د خبرپاڼې له مخې ښاغلی عبدالله د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود سره د افغانستان د سولي او امنیت په ګډون، د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، د تروریزم پر محوه کېدو، د پانګونې پر تشویق، د افغان کارګرو لپاره د کاري جوازونو پر ورکړې او په تعلیمي، کلتوري، روغتیايي او کلتوري برخو کي د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي خبري وکړې.

ښاغلي عبدالله د سعودي عربستان پاچا ته وویل چي افغانستان کلونه کيږي چي له تروریزم سره مبارزه کوي او همدا علت دی چي هیواد یې د تروریزم پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي ایتلاف غړی شوی دی.

ده همداراز وویل«افغانستان د یمن په مسئله کي د پاچا عبدالله او په دې برخه کې د سعودي عربستان د دريځ ملاتړ کوي.»

اجرايي رييس سعودي ته د دغه هیواد د نژدې متحد په اړه وویل، سره له دې چې افغانستان په تروریستي ضد جګړې کې رښتینی او د دې جګړې قرباني دی، له بده مرغه پاکستان لا هم د تروریستانو ملاتړ کوي او په دې برخه کي یې لازمه همکاري نه ده کړې.

ده له عربستانه وغوښتل چې تروریست پالونکي هیوادونه د ترهګرو د ملاتړ بس کولو ته وهڅوي.

ښاغلي عبدالله د سعودي عربستان پاچا ته هم د افغان کارګرو د پاسپورټ مسله یاده کړه او ورڅخه ویې غوښتل چې افغان کارګرو ته د کار د جوازونو په اړه له افغان دولت سره موافقه لاسلیک کړي.

ده له سعودي څخه د هغو افغان ماشومانو په درملنه کې د مرستې غوښتنه وکړه چې زړونه یې سوري دي.

د سعودي عربستان پاچا وویل، هیواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د سولې په هڅو او له تروریزم سره په مبارزه کي د افغانستان د داعیې ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان پاچا زیاته کړه، هیواد به یې افغانستان ته د سولي د راتګ لپاه خپل ټول امکانات له افغانستان سره شریک کړي او له ټولو اړخونو به د سولي پروسه قوي کړي.

ده وویل، د سولي لپاره ضروري ده چې طالبان له جنګ جګړو لاس واخلي او په دې توګه د سولې لپاره چمتووالی وښيي.

سعودي پاچا یادونه وکړه چي د وزیرانو شورا ته یې هدایت کړی چې د افغان کارګرانو پاکستاني پاسپورټونه په افغاني پاسپورټونو تبدیل او افغان کارګرانو ته د کار د جواز په ورکړه کي اقدامات وکړي.

One thought on “د سعودي پاچا د افغان کارګرو د پاسپورټ له بدلېدو سره موافقه وکړه”
  1. که څه هم په نړیوالو اړیکو کې بیطرفی او د نړیوالو قواوو ترمنځ توازن ساتل زمونږ په ګټه دی، خو دلته د ښاغلی دوکتور عبدالله عبدالله وړاندیز پرځای دی. مونږ داڅلویښت کاله د پاکستان له خوا په نااعلان شوی جنګ کې بوخت یو . هره ورځ په سلګونو بیګناه خلک وژل کیږی دجنګ ګټه یواځې پاکستان ته رسیږی.
    په هرحال له سعودی عربستان سره د افغانستان ښه روابط ساتل د هیواد په نفع دي. د سلګونو زرو افغان کارګرو د پاسپورتونو د اجرا ، تمدید ، ویزی اخیستلو او د هیوادوالو تګ پاکستان ته هرکال په میلیونونو دالرو ګټه رسوله. د افغان کارګرو د لاس تڼاکو محصول اوګټه د پاکستانی پولیسو په جیب کې لویدله. له ټولو ډیره مهمه موضوع په قاچاقی او غیر قانوني ډول سره د دغو پاسپورتونو اجرا کول دی چې هرکال د پاکستانی اتباعو او قاچاقبرانو لپاره د عوایدو ستره منبع وه.
    هیله ده د افغانستان دولت په سعودی عربستان کې د خپلو کارګرو د مشکلاتو د حل لپاره خاصه او جدي پاملرنه وکړی. د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د باندینیو چارو وزارت په عربي هیوادونو کې د افغان کارګرانو لپاره مخصوصي څانګې ایجاد او له دغو مظلومو هیوادوالو سره د اسنادو په نوې کولو کې فوق العاده همکاری وکړی ، د هغوی په زخمونو مرهم کیږدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *