د افغانستان مدني ټولنو مجتمع وايي: د ځوانانو پروړاندې د شته ستونزو او د هغې د حل لارو چارو په اړه به دولت ته يو منشور وړاندې کړي .

افغانستان که له يوې خوا د ځوانانو د ډيرښت له مخې په نړۍ کې د ځوانو هېوادونو په سر کې ځای لري ، خوله بله اړخه دهغو هېوادونو په سرکې هم ځای لري ،چې ډيری ځوانان يې بې روزګاره دي.

د افغانستان دمدني ټولنو مجتمع اوس په داسې يوې طرحې کار پيل کړی ، چې له مخې يې دځوانانو ستونزې مشخصې او دحل لارې چارې يې په ګوته کړي.

په ننګرهار کې دمدني ټولنې مجتمع مسؤل استاد عبدالطيف مل شينواری وايي: ټولنې يې په همدې پلمه د زون په کچه اويا تنه ځوانان او مدني ټولنو استازي ور بللي ،چې په وينا يې دځوانانو پر وړاندې دشته ستونزو او دحل په اړه يې نظرونه وړاندې کړل.

مل شينواری وايي:له ځوانانو يې په اقتصادي ،ټولنيزو ،سياسي او ښوونيزو برخو کې دځوانانو پر وړاندې د پرتو ستونزو او دحل لارو چارو په اړه نظرونه راټول کړل ،چې د څلورو نورو زونونو د ځوانانو د راټولوشويو نظرونو سره دشريکولو وروسته به يې دملي سند په توګه دولت ته وړاندې کړي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنو مجتمع مسؤل زياتوي دغه ټولنه به دهېواد په زونونو کې د دې سند دتطبيق د څار مسؤليت هم لري ،چې دوخت سره به يې دتطبيق برخه هم وڅاري .

په ورته وخت کې د ځوانانو ،مدني ټولنو او موسسو مسؤلينو دغه طرحه دځوانانو پروړاندې دشته ستونزو لپاره ګټوره وښوده او هم يې ترې ملاتړ څرګندکړ.

د ننګرهار پوهنتون د کرکټ منتخبې لوبډلې انتخاباتي سيالۍ د ياد پوهنتون د څوارلس لوبډلو په ګډون پيل شوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوی ببرک مياخيل دغه سيالۍ د پوهنتون د ورزش د پرمختګ لپاره ګټورې يادې کړې.

نوموړي دغه راز ټولو لوبغاړو ته دبريا د هيلې ترڅنګ له لوبغاړو غوښتنه وکړه ، چې د امپير يا رفری فيصلې ته پوره درناوی وکړي.

د ننګرهار پوهنتون دبدني روزنې امر محمدنسيم کاکړ وايي: دغه سيالۍ د پوهنتون د څوارلس لوبډلو په ګډون پيل شوي ، چې شل ورځې به دوام وکړي.

کاکړ وويل: پدې سياليو کې د ننګرهار پوهنتون د د يارلس پوهنځيو سربيره د يادپوهنتون دفاميليو يوه لوبډله هم ګډون لري، چې موخه يې دپوهنتون کرکټ منتخبې لوبډلې ته دغوره لوبغاړو ټاکل او محصلين ورزش ته هڅول دي.

دی وايي: ديادو سياليو په لومړۍ لوبه کې حقوقو پوهنځي لوبډله دکمپيوټر ساينس پوهنځي لوبډلې سره دسيالۍ ډګر ته ووته او دقرعې په ګټلو سره يې لومړی منډې کمپيوټر ساينس پوهنځي لوبډلې وکړې او په ټاکل شويو لس اورنو کې يې سيالې لوبډلې ته د يوسلو دوه منډو هدف وټاکه .

په ځواب کې حقوقو پوهنځي لوبډلې وکړای شول ټاکل شوی هدف د لوبې په نهم اورکې ددريو لوبغاړو په سوزيدو سره پوره او کمپيوټر ساينس پوهنځي لوبډلې ته په اوه ويکټو سره ماتې ورکړي.

پدې لوبه کې د حقوق پوهنځي لوبډلې لوبغاړي جميل احمد، چې دخپلې لوبډلې په ګټه يې څلويښت تيزې منډې کړې وې دلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

بلخوا د پوهنتون د کرکټ مسول نسيم سرخرودي د پوهنتون دبدني روزنې امر ترسره کړي فعاليتونه وستايل او دکرکټ دلا پرمختګ لپاره يې دوسايلو غوښتنه وکړه.

په  ننګرهار  کې  د ژورنالستانو  ملي ټولنې   د يوې  غونډې  په ترڅ کې  په زابل ولايت کې د ملي راډيو ټلويزيون خبريال يعقوب شرافت  بې رحمانه  وژنه  وغندله.

په ورته وخت کې د همدې ټولنې له لوري د شهيد يعقوب شرافت فاتحه هم  واخيستل شوه

د جوړې شوې غونډې پر مهال  په  ننګرهار  کې  د ژورنالستانو  ملي ټولنې مشر شير شاه همدرد وويل، چې  يعقوب شرافت د ژورناليزم د کور غړی و  او د هغه وژنه په کلکو ټکو غندو .

همدرد دغه راز  له  دولت  څخه غوښتنه وکړه، چې د يعقوب شرافت  د قتل عاملين په ګوته او د قانون منګولو ته وسپاري.

د ځوانو ژورنالستانو  اتحاديې غړو، چې  په دې غونډه کې ګډون کړی و ، مسوول يې نوزادالله ودير هم  دغه پېښه په کلکو ټکو وغندله.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رياست اړوند د باختراژانس مدير ګلستان غالب د يعقوب شرافت د وژنې عاملين د هېواد او ولسونو بې رحمه دښمنان وګڼل ، چې په خبره يې بې طرفه ژورنالستان هم د هېواد د دښمنانو له شر څخه خوندي نه دي.

نوموړي د اړونده ادارو له مشرانو غوښتنه وکړه ،چې د يعقوب شرافت د کورنۍ غړي له امتيازاتو بې برخې نه کړي  ځکه، چې نوموړی  دهېواد  د لوړو ګټو د ساتلو قرباني شوی دی.

د همدې غونډې په پای کې د شهيد يعقوب شرافت فاتحه هم واخيستل شوه ،چې ګډونوالو يې  ارواښاد ته د جنت فردوس او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *